ټاکل شوې د سهشنبې په ورځ د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د تخنیکي ډلو تر منځ د ټرانس-افغانستان د وسپنې پټلۍ د چارو پیلېدو په تړاو درې اړخیزه غونډه جوړه شي. پهدې غونډه کې به د سیمهییزې پروژې په برخه کې د هر هېواد مسوولیت مشخص شي.
د وسپنې پټلۍ ادارې رییس وایي، تمه ده چې ازبکستان له نایباباد تر مزاره او بیا تر سمنګان پورې د وسپنې پټلۍ د جوړېدو مسوولیت پرغاړه واخلي او پاکستان هم له پېښوره تر جلالاباد پورې د وسپنې پټلۍ وغځوي.
د وسپنې پټلۍ ادارې رییس بختالرحمن شرافت وايي: «د دې لپاره چې موږ نور بحث وکړو، له نږدې ووینو او څومره کولای شو کارونه اسانه کړو او څومره ژر یې شروع کوو، سبا نه، بل سبا موږ په ترمېز کې یوه جلسه لرو. د دې جلسې لپاره زه خپله روان یم.»
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «موږ د وسپنې پټلۍ له غځولو ملاتړ کوو او زموږ موخه دا ده چې افغانستان د سیمې د تړښت کړۍ شي او د سیمې له هېوادونو سره د وسپنې پټلۍ له لارې ونښلول شي.»
د افغانستان د وسپنې پټلۍ د ادارې له لوري د چمتو شوي پلان له مخې، د ټرانس-افغانستان د وسپنې پټلۍ له مزار، سمنګان، پلخمري، کابل، لوګر او جلالاباد نه تېرېږي او بالاخره پاکستان ته رسېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې پروژې او تخنیکي ډلو د امنیت مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «کومه د وسپنې پټلۍ چې له حیرتانه تر پېښور پورې غځېږي، محافظت عامه په پام کې لري چې د دې ساتنې لپاره شاوخوا څلور زره کسان وګماري. که اړتیا شوه، نور کسان به هم ګمارل کېږي»
روسیه او قراقستان هم د ټرانس-افغانستان د وسپنې پټلۍ ژر تر ژره جوړېدو ته لېواله دي. د سوداګرۍ او پانګهونې خونه او د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره د منځنۍ آسیا نښلول د هېواد د سوداګرۍ او پانګهونې په ګټه بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي مرستیال خیرالدین مایل وايي: «په ټوله کې خصوصي سکټور له دې برنامې ملاتړ کوي او د هېواد په لېږد-رالېږد کې د وسپنې پټلۍ ګټوره ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی حمیدالله یلاني ووايي: «د دې وسپنې پټلۍ جوړول یو ښه ګام دی او د افغانستان او سیمې هېوادونو د سوداګرۍ په ګټه دی.»
د حیرتان-مزار د وسپنې پتلۍ د ټرانس-افغانستان د وسپنې پټلۍ یوه برخه ده چې اوسمهال یې په مټ له منځنۍ اسیا ډېری د اړتیا وړ توکي افغانستان ته رالېږدول کېږي.
په دې اړه مو اندونه