د صنایعو او کانونو خونه وايي، په نړۍ کې د انرژي بیې له لوړېدو سره، د تېر کال پرتله پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د لېږد کچه څو برابره ډېره شوې ده.
د صنایعو او کانونو خونې د رییس سخي احمد پیمان په باور، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو ډېرېدو او د هېواد په بازارونو کې د سکرو بیې لوړېدو د کارخونو مسوولان اندېښمن کړي.
ښاغلي پیمان پهدې اړه وویل: «په نړۍ کې د تېلو بیې له لوړېدو سره د تېرو دریو یا څلورو میاشتو پرتله پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د پام وړ ډېر شوي او بل لور ته له بده مرغه کورني مصرف کوونکي په تېره صنعتکاران د سکرو ډبرو د بیې له ۷۰ یا ۸۰ سلنې لوړېدو سره مخ شوې دي.»
پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو له ډېرېدو سره د کابل په بازارونو کې د سون توکو بیې هم لوړې شوي. د سکرو ډبرو یو شمېر پلورونکي وايي، د ډبرو سکرو په هر ټن کې شپږ سره افغانۍ توپیر راغلی چې د نورو کلونو پرتله سل سلنه ډېروالی په ګوته کوي.
د جلیل په نوم د ډبرو سکرو یو پلورونکي طلوعنیوز ته وویل: «د سکرو ډبرو تړون داسې شوی چې ټول د پاکستان لور ته ځي او په همدې خاطر یې په هېواد کې بیه لوړه شوې ده.»
د شاهپور په نوم د ډبرو سکرو یو بل پلورونکی وايي: «د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو یوازېنی دلیل دا دی چې زموږ د هېواد د ډبرو سکاره پاکستان ته لېږدول کېږي، کومه بله ستونزه نهشته.»
بلپلو د اقتصادي چارو کارپوه وايي، په نړۍ کې د تېلو بیې لوړېدو له کبله، پاکستان هڅه کوي چې د اړتیا وړ انرژي له ډبرو سکرو بشپړه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «اوسمهال چې د تېلو او اوبلنو ګازو بیه لوړه شوې، د ډبرو سکرو ته ډېره اړتیا ده او همدا دلیل دی چې له افغانستانه ورلېږدول کېږي او د نورو کلونو لپاره به هم ورته اړتیا وي.»
د ډبرو سکرو ډېری کانونه په پوړیز ډول په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، دایکنډي، جوزجان، بادغیس او هرات ولایتونو کې موقعیت لري.