Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیې وزارت: کابینې د سرحدي بازارګیو د تړلو پرېکړه کړې ده

د مالیې وزارت له ګاوندیو هېوادونو د سوداګریزو توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د هېواد په ټولو سرحدونو کې بازارګي تړلي دي. 

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې کابینې دا پرېکړه کړې ده.

ښاغلی حقمل طلوع نیوز ته وویل:«د بازارګیو موضوع ډېره مهمه وه. دا موضوع کابینې ته ولاړه او پرېکړه وشوه چې دغه بازارګي باید وتړل شي. ځکه چې هلته خلکو استفاده کوله او توکي د پولې یوې خوا بلې خوا ته قاچاق کول.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په بازارګیو کې کابو ۴۰۰ تنه په کار بوخت دي او له دغو لارو د توکو قاچاق د هېواد د عوایدو د کمېدو لامل کېږي. د دغې خونې چارواکي وايي چې په سرحدونو کې د بازارګیو له رامنځته کولو څخه موخه په سرحدونو کې د هېوادوالو د ستونزو حل دی. له دغو بازارګیو باید د راکړې ورکړې لپاره استفاده ونه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«دا د سرحدي خلکو لپاره وو چې ترې استفاده وکړي، ځکه چې په مرز کې دي، ستونزې لري او مرکزونو ته نه شي راتلای، دغه بازارګي باید سوداګریز نه وي.»

بلخوا د کانونو او صنایعو خونه وايي چې د سرحدي بازارګیو فعالیت او له دغو بازارګیو له لارې د توکو قاچاق هېواد کې د ټيټ کیفیته توکو د زیاتوالي لامل شوی و.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پيمان څرګندوي:«د بازارګیو بندول یو نېک اقدام او د صنعتکارانو په ګټه دی، ځکه په تېر کې له دې لارې توکي قاچاق کېدل او د کیفیت کنټرول شتون نه درلود او زموږ ځينو صنعتي سکټورونو له دې اړخه زیان لیده.»

هغه سوداګریز توکي چې په سرحدي بازارګیو کې یې پېر او پلور کېږي، د مالیاتو، ګمرکي ترفو او محصول څخه معاف دي. له همدې امله ځينو ګاونډیو هېوادونو هڅه لري چې له افغانستان سره په پوله سرحدي بازارګي زیات کړي. 

هغه سوداګریز توکي چې په سرحدي بازارګیو کې بې پېر او پلور کېږي، د مالیاتو، ګمرکي ترفو او محصول څخه معاف دي. له همدې امله ځينو ګاونډیو هېوادونو هڅه لري چې له افغانستان سره په پوله سرحدي بازارګي زیات کړي. 

شریک یي کړئ