Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهر ته د هېواد د ډبرو سکرو صادرات د پام وړ ډېر شوي

مسوولان وايي، د تېر کال پرتله د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات د پام وړ زیات شوې دي.

د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې په اوو میاشتو کې افغانستان څه باندې یو مېلیون او اته سوه زره ټنه د ډبروسکاره بهر په تېره پاکستان ته صادر شوې دي.

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له لومړۍ د ۱۴۰۰ کال د وري تر لومړۍ پورې د څه باندې یو مېلیارډ افغانیو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر کړي، خو د ۱۴۰۰ کال په اووه میاشتو کې افغانستان د ۱۶ مېلیارډ افغانیو په ارزښت صادرات کړې دي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «زموږ ډېری صارات پاکستان ته دي، هلته لګول کېږي او ځینې سوداګر له پاکستانه نورو هېوادونو ته د ډبرو سکاره صادروي.

د مالیې وزارت همداراز زیاتوي، د ډبرو سکرو له درکه یې شاوخوا څلور مېلیارډه افغانۍ ګمرکي محصول تر لاسه کړی دی.

له هېواده بهر د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو له ډېرېدو سره هم‌مهاله په کابل کې د ډبرو سکرو بیه لوړه شوې ده.

د صنایعو او کانونو خونه په نړۍ کې د انرژي بیې لوړوالي د هېواد د ډبرو سکرو د صادراتو ډېرېدو اصلي دلیل یادوي.

د صنایعو او کانونو خونې رییس سخي احمد پیمان وايي: «د نړۍ په بازارانو کې د تېلو بیو له لوړېدو سره په تېرو درې څلور میاشتو کې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د پام وړ ډېر شوي او په کور دننه مصرف کوونکي په تېره صنعت‌کاران د بیو له اویا تر اتیا فیصدو لوړوالي سره مخامخ شوې دي.»

بل‌پلو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د هېواد د ډبرو سکرو کانونه باید په غیر مسلکي ډول و نه کېندل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «له دې وړاندې پاکستان له اسټرالیا د ډبرو سکاره واردول او هلته بیې لوړې شوي او د اوبو له لارې هم د لېږد بیه لوړه شوې ده او د افغانستان او پاکستان تر منځ لنډ واټن یو امتیاز دی چې باید په پام کې ونیول شي.»

د افغانستان د ډبرو سکرو ستر کانونه د هېواد په شمال کې موقعیت لري چې د یوې برخې تړونونه یې له خصوصي شرکتونه سره شوي. دا کانونه د کمربند په ډول د هندوکش له غرونو او د بدخشان ولایت پیل او تر هرات پورې غځېدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه