Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام‌اباد د افغانستان پر سیخ ګول ګمرکي تعرفه لوړه کړې

پاکستان ته د افغانستان د سیخ ګول د صادراتو له پیل سره هم‌مهاله اسلام‌اباد د افغانستان پر دې تولید ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

د کانونو او صنایعو خونې په باور، افغانستان اوس‌مهال د سیخ ګول د تولید په برخه کې پر ځان‌ بسیاینې ته رسېدلی دی او اوس د وسپنې ویلې کولو یو شمېر کارخونو له هېواده بهر صادرات پیل کړي.

د هېواد د وسپنې ویلي کولو فابریکې سیخ ګول، انګلارن او نور ودانیز توکي تولیدوي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې اجرایی رییس محمد کریم عظیمي وايي، افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته سیخ ګول صادر کړی دی. ښاغلی عظیمي زیاتوي: «له نېکه مرغه اوس پر ځان بسیا یوو او ان تر دې پورې چې د وسپنې ویلې کولو سکټور صادراتو ته چمتو شوی دی.»

د وسپنې د ویلې کولو د کارخونې د ټولنې اجراییه رییس وایي، د هېواد پر سیخ ګول د پاکستان د ګمرکي تعرفې لګول کېدو، د وسپنې د ویلي کولو د کارخونو د صادراتو بهیر ټکنی کړی دی.

 د دې ټولنې شمېرې ښيي چې تر اوسه افغانستان پاکستان ته زر ټنه ګول سیخ صادر کړی دی.

د وسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنې رییس عبدالنصیر رښتیا وايي: «په افغانستان کې د وسپنې او سیخ ګول د صادراتو په برخه کې بنسټیزې ستونزې د پاکستان له لوري د تعرفې لوړول دي چې صادرات یې ټکني کړې دي.»

بل‌خوا مالیې وزارت د ګمرکي چارو اسانه کېدل بهر ته د افغانستان د سیخ ګول د صادراتو د زیاتېدو لامل ګڼي او وایي، پاکستان ته د کباړو د صادراتو مخه نیول شوې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «موږ د خپل صنعت د ودې لپاره، لس سلنه وضع شوې تعرفه هم له منځه یوړه. په‌دې مانا اوس چې سیخ ګول صادرېږي، دوه یا درې سلنه مالیه به ورکوي.»

افغانستان د وسپنې د ویلي کولو تر پنځوسو زیاتې کارخونې لري چې ډېری یې په پلازمېنه کابل کې دي. د کانونو او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، له دې ډلې نږدې څلوېښت کارخونې سیخ ګول تولیدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه