Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د نقدینګۍ ستونزې ته د رسېدو لپاره د م. م سرمنشي ټينګار

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش وايي چې افغانستان د نغدینګۍ له ناورین سره مخ دی او دغه سازمان هڅه کوي چې د دغه ناورین له زیاتېدو مخنیوی وکړي.

ښاغلي کوټرش په مسکو کې په یوې غونډه کې خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې به د نغدو پیسو نشتوالی د دغه هېواد اقتصادي نظام له منځه یوسي. د ده په وینا دا کار به د افغانستان خلکو ته ناوړه پایلې ولري.
  
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش څرګنده کړه:«د افغانستان په اقتصاد کې د نغدو پیسو نشتوالی او اقتصادي سقوط د افغانستان د خلکو لپاره بدې پایلې لرلای شي. نو نړۍواله ټولنه اړتیا لري چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د تزریق لار هواره کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، چې دغه سازمان د امریکا له ماليې وزارت او د افغانستان بانک سره کار کوي، څو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي.

د افغانستان بانک وایي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادېدل به د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت پر زیاتېدو مثبت اغېز ولري.
  
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وايي:«په شمنیو د بندیزونو لېرې کېدل، د افغانستان د ټول ملت غوښتنه ده. پر شتمنیو د محدودیتونو لېرې کول او افغانستان ته یې سپارل، د افغانستان بانک د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته کوي.»

که څه هم ملګري ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره یې تر اوسه له افغانستان سره ۵۰۰ مېلیون ډالره مرسته کړې ده، خو د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وایي چې دغه مرستې د افغانستان د اقتصادي ستونزې د حل لپاره کافي نه دي.
 
د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي په دې هکله څرګندوي:«دا کړکېچ ډېر پراخ اړخونه لري چې یوازې د نغو پیسو له تزریق سره نه کېږي. ملګري ملتونه دا څه چې غواړي، تر ډېره د ځان لپاره غواړي. ځکه چې موږ په رسمیت پېژندل شوی دولت نه لرو. دا پیسې د هغوی له خوا لګول کېږي او هغوی تر ډېره اندازه د خپلې ادارې لګښت له هغه پرې کوي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیایي برخو خبرداری ورکړی دی چې که د افغانستان پر اقتصادي ناورین غور ونه شي، د روان زیږدیز کال تر پایه به د دغه هېواد ۹۰ سلنه خلک د بې وزلۍ ترکرښې لاندې وضعیت سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه