Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان د افغانستان پر صادراتو د «اي ای اېف» فورم ځنډولی

پاکستان د افغانستان پر صادراتو د «اي ای اېف» فورم غوښتنه در دو میاشتو پورې ځنډولې ده او اوس به له کومې ستونزې پرته د افغانستان سوداګریز توکي پاکستان ته صادر شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه واي چې کابل او اسلام اباد د سواګرۍ او د مال په مال د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو د لېرې کولو په موخه یو کمېسیون جوړ کړی دی.

دغه بنسټ له اسلامي امارته غواړي چې تر راتلوونکو دوو میاشتو پاکستان ته د افغانستان د صادراتو ستونزه حل کړي.

دغه مکتوب ته په کتو تمه کېده، چې پاکستان ته د افغانستان صادرات ودرول شي، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې پاکستان د «EIF» د فورم غوښتلو بهیر تر دوو میاشتو پورې ځنډولی دی او په دې موده کې افغانستان او پاکستان پر یوې داسې کړنلاره کارکوي چې دغه دواړه هېوادونه مال د مال په بدل کې سوداګري پېل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی له پاکستانه غواړي چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو او ایران په څېر د هېواد د صادراتو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«د دې سربېره چې دوه میاشتې تمدید شوې، یو ګډ کمېسیون هم انتخاب شو چې په دغې موده کې »

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخوانی مرستیال له اسلامي امارت نه غواړي چې پاکستان دې ته وهڅوي چې د هېواد پر صادراتي توکو د وارداتو بریښنایي فورم د تل لپاره معاف کړي.

د کانونو او صنایعو خونه وایي چې اسلامي امارت باید په راروانو دوو میاشتو کې له پاکستان سره د یوې تګلارې پر جوړولو سلا شي څو پاکستان ته د هېواد  صادرات له ستونزو سره مخ نه شي.

     د کانونو او صنایعو خونې رییس سخي احمد پیمان څرګنده کړه:«هغه شرایط چې پاکستان پر افغانستان د برېښنايي فورمونو له لارې وضع کړي دي، هیله لرو چې دولت وکړای شي په پاتې دوو میاشتو کې داسې میکانیزم جوړ کړي چې د افغانستان او زموږ له بانکي سیسټم له شرایطو سره تناسب ولري چې پاکستان ته د افغانستان صادراتو کې ځنډ رامنځته نه شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمېرې ښيي، چې افغانستان په کال کې پاکستان ته یو نیم مېلیون ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره صادروي او د افغانستان د میوو او سبو یوه لویه برخه د دغه هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه