Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په ۱۴۰۰ کال کې یو مېلیون متر مربع غالۍ صادر کړي

د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنه وايي، په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې په هېواد کې د بې‌وزلۍ له ډېرېدو سره هم‌مهاله ګڼ شمېر کسانو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې چې په‌دې کال کې یو میلیون متر مربع غالۍ تولید او نورو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

د دې ټولنې د مسوولانو په وینا، د افغانستان ډېری غالۍ پاکستان او اروپا ته لېږدول کېږي.

د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې غړی وايي: «شل سلنه تولیدات ډېر شوي، ځکه چې بې‌‌روزګارۍ ډېره شوې ده، اوبدل ډېر شوي او زموږ تولید ورسره هم ډېر شوی دی.»

ورته مهال، صادر کوونکي د هوايي دهلیز نه‌شتوالی د غالیو د صادرولو پر وړاندې لویه ننګونه بولي له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې په دې برخه کې یې ستونزې حل کړي.

د غالیو پلورونکی محمد رفیع وايي: «هوايي دهلیزونه بند دي، موږ د ویزې امکانات نه‌لرو، ډېر کم صادرات لرو، هغه هم یوازې د پاکستان له لارې.»

د غالیو پلورونکی شاداب وايي: «د غالیو بازار ډېر ښه نه‌دی او د تېر پرتله زموږ پلورل لږ شوې دي.»

د غالیو اوبدل په افغانستان کې مخینه لري او ګڼ شمېر کورنۍ له همدې لارې خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي او دا یې د عاید غوره سرچینه بلل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه