Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو په هلکه د خلکو شکایت

ځينې هېوادوال په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت لري.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي،چې د زړو بانکنوټونو کارولو یې ستونزې زیاتې کړې دی.

د کابل اوسېدونکی جعفر وايي:«د افغانستان د پیسو کابو اتیا سلنه زړې شوې دي، ټولې پیسې زړې او څيرې څيرې دي، اصلاً په راکړه ورکړه کې نوې پیسې نه لرو.»

بل خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې ډېری هټۍوال او هېوادوال د بانکنوټونو په تېره بیا د میده پیسو د بانکنوټونو ساتنې ته پام نه کوي.

دوست محمد وویل:«که چېرې پیسې په سیمه طریقه وساتل شي، هر څوک چې یوه حیبي بټوه ولري، پیسې په سیمه توګه ساتل کېږي، هېڅ ستونزه نه ده.»

بل خوا د مالي او بانکي چارو یو شنونکی په دې باور دی چې باید د افغانستان بانک د پېسو د چاپولو هڅه وکړي څو د بانکنوټونو د کمښت مخه ونیول شي.

د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«له تحولاتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ وروسته رامنځته شول، فرانسوي شرکت چې افغانستان ته یې پیسې چاپولې نورې چاپ نه کړې.»

اخوا اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نوې بانکنوټونه چاپېږي:«د زړو پیسو په برخه کې هڅه کوو چې نوې شي، دا اړتیا ده چې له حد زیاتې چاپ شي په پلان کې نه دي، د افغانستان پیسې د اوس لپاره کافي دي.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نغدو پیسو د کموالي په تړاو خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې د نغدو پیسو کموالی به د افغانستان د اقتصادي سقوط لامل شي چې دا کار به د افغانستان د خلکو لپاره بدې پایلې ولري.

په دې ورځو کې په بازارونو کې د افغانیو زړو بانکنوټونو ډیری هېوادوال اندېښمن کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه