Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مس عینک پروژې د کار پيل لپاره خبرې د بشپړېدو په حال کې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د لوګر د مس عینک پروژې د کار د پيل لپاره د چین له «ام سي سي» شرکت سره د دغه وزارت خبر پای ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه خبرې اترې بشپړې شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي، چې د دې پروژې د کار د پېلېدو لپاره یوه تخینکی ډله د چین د ام سي سي شرکت له لوري او یوه تخنیکي ډله د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ټاکل شوې ده.

ښاغلي برهان وویل:«مذاکرات روان دی او اتیا سلنه مخته تللي دي، یوازې شل سلنه پاتې دي چې د هغې پایله به ډېر ژر خلکو ته اعلان شي.»

ملا عبدالغني برادر د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او  ښارجوړونې وزارتونو او د ریاست الوزار د اقتصادي معاونت له استازو نه یوه جوړه کمېټه ګمارلې ده، څو د لوګر د مس عینک قرارداد په مسلکي توګه و ارزوي.

د اقتصاد وزارت وایي چې د مس علینک کان د مسو په استخراج سره به د هېواد بیخ بناوې پیاوړې شي. 

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د مس عینک استخراج د هېواد د اقتصاد د پراختیا لامل کېږي او همدارنګه د هېواد د ملي بې بناوو په پیاوړتیا کې ډاګیزه ونډه لري.»

د اقتصادي چارو شنونکی حمیدالله یلاني وايي:«د دغه حرکت دوام دغه هېواد له اقتصادي کړکېچه به وژغوري او د غوړېدو په لور به یې بوځي.»

د لوګر د مس عینک پروژه په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د چین له ام سي سي شرکت سره لاسلیک شوه، تمه کېده چې د ۲۰۱۳ کال  تر پایه له دغه کان نه د مسو استخراج پېل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه