Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د متعارفې بانکوالۍ د بدلون لپاره د مرکزي بانک هڅې

د افغانستان بانک د دې په هڅه کې دی چې د هېواد اوسنی بانکي سیسټم له متعارف بڼې اسلامي بانکوالۍ ته بدل کړي.

د دغه بانک ویاند زیاتوي، هڅې روانې دي چې، د بانکوالۍ اوسنۍ متعارفه بڼه پر اسلامي بانکولۍ واړول شي؛ خو په اړه یې نور جزییات نه ورکوي.

د مرکزي بانک ویاند صابر مومند وویل:«د اسلامي بانکوالۍ نظام تطبیق یوه ګټوره پروسه ده، د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې دا ډول بانکوالۍ دود دي په افغانستان کې هم د نړۍوالو معیارونو ته په کتو په تدریجي توګه تطبیق کېږي.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان پر دې باور دي چې، اسلامي بڼې ته د اوسني بانکوالۍ سیسټم په بدلولو سره به د لنډ مهال لپاره سوداګریزو بانکونو ته ستونزې جوړې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي:«له دې مخکې چې بانکي سیسټم او د بازار سیسټم او د مصرفي سیسټم او راکړه ورکړه دې په بازار کې اعلان نه کړي هلته قواعد او ګټې رامنځته نه کړي د اسلامي بانکوالۍ اعلانول په خپله د بانکي نظام د فلج کېدو لامل دی.»

د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته، د نړۍوالو له لوري د هېواد پر بانکونو محدودیتونه وضعه شول او ډېری خلک او سوداګر په بانکونو کې د خپلو پیسو د کارولو پر مهال له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه