Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېسټ: ازبکستان افغانستان ته د ورکړې برېښنا بهیر ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ازبکستان د بهرنیو له چارو وزیر سره تر کتنې وروسته ویلي، تاشکند به افغانستان ته د برېښنا ورکړي بهیر ته دوام ورکړي.

ښاغلي وېسټ په ازبکستان کې له یو شمېر نورو چارواکو سره هم لېدلي. له دې لېدنو ورسته نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «افغانستان ته به د ازبکستان برېښنا بهیر ته دوام پیدا کړي. ازبکستان په افغانستان کې د بشرپاله مرستو برابرولو، بشر حقونو موضوع او ثبات په برخو کې مهم رول لوبوي.»

له دې سره سم، د افغانستان برېښنا شرکت وايي، سره له دې چې دمګړۍ د هېواد څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده، خو بیا هم هڅې کوي چې د کورنۍ برېښنا د تولید کچه لوړه کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي: «د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه هڅه دا ده چې په هېواد کې دننه د برېښنا تولید ډېر او له وارداتي برېښنا څخه لږه ګټه پورته کړي.»

په هېواد کې د برېښنا کمښت د تولیدي کارخونو پر فعالیتونو هم منفي اغېز لري. د کابل د کانونو او صنایعو خونه وايي، دمګړۍ د برېښنا د نه‌شتوالي له امله د ډېری کارخونو فعالیت په ټپه ولاړ دی.

د کابل د کانونو او صنایعو خونې رییس محمد کریم عظیمي وايي: «هر کله چې په صنعتي پارکونو کې د برېښنا بهیر پرې کېږي، زموږ زرګونه هېوادوال بې‌دندو کېږي. موږ تمه لرو چې اسلامي امارت او د برېښنا شرکت مسوولان په اوږدمهاله، منځ‌مهاله او لنډمهاله برنامو کار وکړي، څو په صنعتي پارکونو کې د برېښنا کمښت ستونزې حل شي.»

افغانستان له ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایرانه برېښنا راواردوي او د برېښنا په برخه کې کورنی تولید یوازې د کابل اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه