Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټولګټو وزارت: د کابل-کندهار-هرات لویې لارې بیارغول کېږي

د ټولګټو وزارت وايي، د کابل–کندهار او کندهار–هرات د ۹۰۰ کیلومټره لویې لارې د بیارغونې پروژه یې دواطلبي ته وړاندې کړې ده.

د دې وزارت ویاند له کورنیو شرکتونو او پانګه‌والو غواړي چې د دې پروژې د بشپړولو لپاره خپل غوښتنلیکونه ټولګټو وزارت ته وسپاري.

د ټولګټو وزارت حمیدالله مصباح وايي: «د دې پروژې لګښت د کار پر مهال له لاسته راغلو عوایدو څخه برابرېږي.»

له دې سره سم، د سړک جوړونې ځینې انجنیران د سرکونو د ژر خرابېدو یو لامل له کم کیفیته موادو ګټنه او پر دې لاره د درانه وزن لرونکو موټرو تګ-راتګ په ګوته کوي.

د یوه ساختماني شرکت رییس کمال ناصر وايي: «مخکې خلکو ډېرې پیسې ورکولې، خو ډېری پیسې د خلکو جیبونو ته تلې او سم اوومه مواد یې هم نه اخیستل او سرکونه یې هم په سم ډول نه جوړول او نه هم لابراتوار شته چې کارونه یې وګوري.»

یو انجنیر تاج محمد جمالي وايي: «سرکونه ډېر وزن خرابوي، یو موټر چې شل ټنه بار یوسي، دوی په‌کې تر دېرشو ټنو پورې بار اچوي، طبیعي خبره ده چې له دې سره سرکونه ویجاړېږي.»

له بل لوري د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا وايي، د سرکونو له خرابېدو د مخینوي لپاره باید سرکونو ته په کتو د لوړ ټُناژ لرونکو موټرو وزن عیار شي.

د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا رییس طلا محمد اتمان‌زی وايي: «د اضافه وزن مخه دې ونیول شي او د سلامي امارت سل تر دوو سوو ترازو اجازه نه ورکوي چې اضافه بار یوسي.»

د کابل- کندهار او کندهار- هرات  د هېواد له مهمو لویو لارو شمېرل کېږي او پر دې لارې د مسافرو له تګ-راتګ سربېره د سوداګریزو توکو په لېږد-رالېږد کې هم ډېره ګټنه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه