په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، پخوا د امنیت نشتوالی د ټاپي پروژې پر وړاندې یوه لویه ستونزه وه، خو د ده په وینا اوس د دې لویې سیمهییزې پروژې د پلې کېدو وخت رارسېدلی دی.
منصور احمد خان له طلوعنیوز سره په خبرو کې وایي، د ټاپي په پروژه کې ښکېل هېوادونه د دې پروژې د ګړندي کولو لپاره کار کوي او ټول هېوادونه په ګډه د هغې د پرمختګ لپاره کار کوي.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان وايي: «په ټاپي پروژه کې ټول شامل هېوادونه غواړي چې د دې پروژې چارې ډېر ژر مخته لاړې شي، ځکه دا پروژه له منځنۍ اسیا، سویلي اسیا ته د انرژۍ د لېږد لپاره مهمه ده.»
د پاکستان سفیر د ټاپي پروژې پر وړاندې د بانکي راکړو ورکړو نشتوالی یو له مهمو ننګونو څخه بولي او وايي چې اقتصادي بندیزونو دغه ستونزې رامنځته کوي.
هغه همداراز وویل: «په وروستیو کلونو کې د ټاپي پروژې او نورو لویو پروژ او د سیمهییز اتصال د پروژو چارې د امنیتي ستونزو له امله مخته نه دي تللي. اوس چې په افغانستان کې سوله او ټینکاو رامنځته شوی، موږ باورلرو چې اوس د دې پروژو د پلې کېدو وخت دی. غړي هېوادونه په تېره بیا، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د دې پروژې د چټکولو لپاره کار کوي.»
د پاکستان سفیر وایي، پاکستان له ټاپي پروژې او د سیمهییز اتصال له نورو پروژو ملاتړ کوي، خو په وینا یې اوس د ترکمستان د ګازو د نللیکې د غځېدو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه اقتصادي بندیزونه دي.
منصور احمد خان وايي: «فکر کوم چې په وروستیو څو میاشتو کې خبرې شوي او د امنیت نشتوالی پخوا یوه لویه ستونزه وه او اوس یوه ستونزه د بانکونو له لارې د پېسو نه لېږل کېدل دي. په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده، د افغانستان نړیوال اقتصادي ایتلاف رامنځته شي، د سیمهییز اتصال د لویو پروژو د لرلو لپاره دغه راز اقتصادي بندیزونه ستونزې رامنځته کوي، خو پهدې پروژه کې ټول شامل هېوادونه، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د دې پروژې پرمختګ لپاره په تعامل کې دي او هیلهمن دي چې په راروانو میاشتو کې د دې هېوادونو په همکارۍ او ګډون سره دا پروژه مخ پر وړاندې حرکت وکړي.»
اقتصاد وزارت د ټاپي پروژې عملي کېدل د بېوزلۍ په کمېدو او د کار د زمینې په رامنځته کېدو کې مهم بولي او په دې باور دی چې د تخنیکي ستونزو له امله د دې پروژې کار په ټاکلي وخت پېل نهشو.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د ټاپي پروژې په مخ کې سیاسي خنډونه نهشته، خو ځینې تخنیکي خنډونه شته چې ډېر ژر به اوار شي.»
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند د ټاپي پروژې په تړاو داسې نظر لري.
انعامالله سمنګانی وايي: «د ټاپي پروژې چارې عملاً پیل شوي، ځنډول شوې نهدي او د کار د پیل په اړه چې کوم مراسم په پام کې نیول شوي وو، و نهشول.»
ټاپي پروژه له ترکمنستانه پېلېږي او له افغانستان او پاکستان نه په تېرېدو سره هند ته رسېږي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان په کال کې پنځه سوه مېلیون ډالره عواید ترلاسه کړي او سلګونه تنو ته به د کار زمینه برابره شي.
په دې اړه مو اندونه