Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برښنا: کابل کې دوه صنعتي پارکونو ته ۱۸ ساعته برښنا ورکړل شوه

د افغانستان برښنا شرکت وایي، صنعت کارانو ته د اسانتیاوو په موخه یې له ارغندي او څرخي پله صنعتي پارک سره یو نوی مزی نښلولی چې کارخونه لرونکي کولای شي په ورځ کې تر ۱۸ ساعتونو پورې دوامداره برښنا ترلاسه کړي.

د افغانستان برښنا شرکت رییس فضل الرحمن فضلي وايي: «اسلامي امارت هڅه کوي چې په منظم ډول باندې برښنا برابره کړي، څو د ځان بسیاسنې پلان څخه پاڼو عمل ته راووځي.»

بل لور ته یو شمیر کارخونه لرونکي وايي، د هېواد صنعتي پارکونو ته د برښنا له زیاتوالي سره به د کورنیو تولیداتو کچه زیاته شي.

یو صنعت‌کار محمد محسن وايي: «نن موږ شاهدان یوو چې یو ستر کار شوی دی، په‌دې صنعت‌کاران پوهېږي چې یو څومره ستر کار شوی دی.»

ورته مهال د صنایعو او کانونو خونه ارغندي صنعتي پارک ته د مستقل مزي غځول یو مثبت ګام ګڼي.

د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «د ارغندي صنعتي پارک ته د مزي غځولو لپاره له کلونو راهیسي خلک په تمه و، له نېکه مرغه نن یې دا هیله بشپړه شوه.»

د ارغندي صنعتي پارک کې له ۷۰ زیاتې کارخونې فعالیت کوي چې ډېری هغو یې د مرمر ډبرو د پروسس برخه کې پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه