د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې څېړنې ښيي چې د روزنک د تمځاي مخابراتي وسایل ویجاړ شوي او د څه باندې شل مېلیونه افغانیو په ارزښت د دې ریل پټلۍ وسایل لوټل شوي دي.
د دې ادارې رییس بختالرحمن شرافت وايي، تمه ده چې د دې وسپنې پټلۍ بیارغولو چارې ژر پیل شي.
د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې رییس بختالرحمن شرافت وايي: «د کلیپونه او پاسټنس - هغه وسیله چې اورګاډۍ ورسره تړل کېږي - ډېر لوټل شوي، یوه اوونۍ مخکې مو یو پلاوی استولی و، سروې یې وکړه، څو کارونه پیل کړي.»
د وسپنې پټلۍ اداره وایي، ایراني پلاوي ژمنه کړې چې تر راروانو دوو میاشتو به د روزنک سیمې د وسپنې پټلۍ د بیارغاونې کار بشپړ کړي چې په بشپړېدو سره به یې د ایران او افغانستان تر منځ د توکو لېږد رالېږ پېل شي.
د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې رییس زیاته کړه: «دوه ورځې وړاندې ایرانی پلاوی راغلی و، خپله مې وسره ولېدل او خبرې مې وکړې، ویل، مو خپله برخه کار بشپړوو او تاسو خپل کارونه بشپړ کړئ.»
اسلامي امارت په ډاګه کړې ده چې له روزنک سیمې د هرات تر هوایي ډګر پورې د خواف-هرات د ریل پټلۍ د غځولو لپاره پوره بودجه نهلري.
د ایران سفارت وایي، هېواد یې چمتو دی چې د دې ریل پټلۍ د دویمې برخې قرار داد وکړي.
په افغانستان کې د ایران د سفارت رسنیز مسوول سید عباس بدریفر وايي: «اوسمهال د ایرن اسلامي جمهوري دولت چمتو دی چې د دویمې برخې تړون هم وکړي، د تړون له چوکاټ سره سم چې د افغانستان اوسنيو حاکمانو سره دی، کار پیل او بشپړ کړي.»
د اقتصادي چارو د ځینو شنونکو په وینا، دغه ریل پټلۍ به د توکو په لېږد-رالېږد کې مهم رول ولري.
د اقتصادي چارو کارپوه حمیدالله یلاني وايي: «د دې پروژې فعالېدل او بیا راژوندي کول به کار ډېر کړي او هم له افغانستانه بهر د توکو بیو په کموالي کې کموالي راولي.»
د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره پهدې باورده چې افغانستان د خواف-هرات د وسپنې پټلۍ له لارې له هند، منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلول کېږي چې هره میاشت به له دې اړخه مېلیونونه افغانۍ عواید ولري.
په دې اړه مو اندونه