Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

په هرات ښار کې یو شمېر سوداګرو مېرمنو او نجونو د خپل کاروبار د پراختیا لپاره یو دایمي بازار جوړ کړی.

دوی خپل لاسي صنایع او تولیدات هره د جمعې ورځ د هرات ښار د ښځو په یوه ځانګړي تفریحي پارک کې پلورلو ته وړاندې کوي.

له بلې خوا، په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سواګرۍ او صنایع خونې مسوولین وايي چې په دې سیمه کې د سوداګرو مېرمنو کاروبار عادي حالت ته ستون شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په هرات کې د ښځو او نجونو د لاسي صنایعو او تولیداتو د پلور لپاره یو جمعه بازار پرانیستل کېږي. دغه دایمي بازار د ښځو په یوه ځانګړي تفریحي پارک کې جوړ شوی دی.

په لوېدیځه حوزه کې د سوداګرۍ او صنایع خونې رییس نرګس هاشمي وايي:«موږ غوښتل چې ټولې نړۍ ته ووایم هغه مېرمنې چې غواړي کار ترسره کړي او انګېزه ولري سوداګري وکړي هېڅ ممانعت ورته نشته.»

له هېواده بهر ته د ښځو د لاسي صنایعو نه صادرېدل د دوی د کاروبار په وړاندې یوه ننګونه بلل کېږي. په ټولنه کې د اقتصادي ننګونو له امله، په کورنیو بازارونو کې د ښځو محصولاتو پلور ډېر کم شوی دی.

سوداګره فهیمه یوسفي څرګندوي:«هڅه کوو هغه خلاقیت چې لرو څرګند یې کړو؛ بیا هم شاتګ نه کوو هر څه مو چې په وس کې وي مرسته کوو او له چارواکو هم غواړو چې همکار وي.»

بله سوداګره صادقه صادق یار هم وايي:«الحمدالله د سوداګرو مېرمنو کار مخه په ښه والي دی او هیله لرو چې له تېرو شلو کلونو هم ښه شي.»

په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې د شمېرو له مخې، په هرات کې څه د پاسه دوه سوه ښځې او نجونې د تجارت په برخه کې فعالیت لري. همداراز څه د پاسه یو زر او ۵۰۰ نورې ښځې او نجونې غیررسمي کارونه کوي چې ډېری یې په کلیوالو سیمو کې فعالیت لري.

سوداګرې بهناز سلجوقي په دې هکله وویل:«له دې وروسته کله چې د خونې فعالیت بېرته پیل شو؛ مېرمنې د تېر پرتله هیله منې شوې دي او فعالیت کوي او ورځ په ورځ انګېزه اخلي.»

په تېر کابو یوه کال کې له سیاسي بدلونونو وروسته، په هرات کې د څو میاشتو لپاره د سوداګرو مېرمنو کاروبار پيکه شوی و، خو اوس یو ځل بیا په دغه ولایت کې د سوداګرو مېرمنو او نجونو د فعالیت لپاره زمینه برابره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه