په پلازمېنه کې د تېلو بیو له لوړېدو سره هم مهاله، د ټکسي «لیني موټرو» کرایه هم د کابل په ځينو برخو کې لوړه شوې ده.
د کابل په بازارونو کې په بې مخینې توګه د تېلو بیې لوړې شوې دي.
یو شمېر کابل مېشتي وايي، د تېلو د بیو په ختلو سره د لیني موټرو کرایې هم لوړې شوي او خلک د دغې لوړې کرایې د ورکړې وس نه لري.
د کابل اوسېدونکی امان الله وايي:«دلته د حاجي یعقوب بازار دی، ځينې ځایونه لکه پنجصد فامیلي موږ غواړو چې ولاړ شوو مخکې ۳۰ افغانۍ وه او اوس ۴۰ افغانۍ شوې ده.»
د کابل بل اوسېدونکي عبیدالله هم وویل:«خلک ستونزې لري او چلوونکي هم ستونزې لري؛ اوس په دې منځ کې څوک یې پوره کولای شي.»
دم ګړۍ د کابل د تېلو په ټانکونو کې د یو لېټر ډيزل تېلو بیه سل افغانۍ ده.
یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د تېلو د بیو په لوړېدو سره یې ستونزې ډېرې شوي او ورسره یې عاید هم صفر ته نږدې شوی دی.
موټر چلوونکی ذبیح وايي:«اوس ۸۵۰ افغانیو تېل اچوو؛ ۳۰۰ یا ۴۰۰ موږ ته پاتې کېږي چې هغه هم بیا ترمیم او د مبلایلو په تبدیلۍ کې خلاصېږي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د حوالې له لارې د پیسو د لېږد د کمېشن ډېروالی او د اوکراین او روسیې تر منځ جګړه د تېلو د بیو د لوړېدو لاملونه دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند څرګندوي:«بانکي مسله یوه عامه موضوع ده هیله لرو چې ژر تر ژره له هېواده بهر ته د پیسو لېږد پيل شي؛ ټول سوداګر د توکو د وارداتو او اومه توکو لپاره بهر ته د پیسو لېږد لپاره اړتیا لري.»
د افغانستان د اړتیا وړ ډېری تېل له منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه له ازبیکستان او قزاقستانه راواردېږي.
دم ګړۍ د امو سیند له نفتي حوزې د تېلو د راوېستنې بهیر دوام لري؛ خو دا تېل دومره نه دي چې، د هېواد اړتیاوې پوره کړي.
په دې اړه مو اندونه