Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پلازمېنې اوسېدونکي د تېلو بیو له لوړوالي سر ټکوي

په هېواد کې د تېلو بیو له لوړېدو سره هم‌مهاله د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښار په ځینو برخو کې د لیني موټرو کرایو له لوړوالي سر ټکوي.

دوی وايي، په هغو لینونو کې چې پخوا به یې کرایه ۲۰ افغانۍ وه، اوس ۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل اوسېدونکی محمد صابر وايي: «له پکتیا یم، اوس په چهار اسیاب کې اوسېږم. له دې وړاندې کرایه ۶۰ یا ۷۰ افغانۍ ه، تګ راتګ ۱۸۰ افغانۍ کېده. تېل ګران شوي، یو لېټر تیل سلو ته پورته شوي. غوړي، وریجې، اوړه او د ټولو شایونو بیې لوړې شوي.»

د تیلو د بیو او همداراز د لیني موټرو د کرایې لوړوالي یوازې کابل میشتو ته ستونزې نه‌دي جوړې کړي؛ بلکې یو شمېر موټر چلوونکي هم د کار له کمېدو او په یوې کاري ورځ کې له کم عایده شکایت لري.

موټر چلوونکی ذبیح‌الله وايي: «د تېلو بیې اسمان ته پورته شوي. په تېرو اووه او اته میاشتو کې چې موږ کار کوو، د شپې له خوا راته یوازې ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ پاتې کېږي چې یوازې ډوډۍ پرې کېږي او نورې یې په تېلو مصرفېږي.»

له دې سره سم کابل ښاروالۍ وايي، د تیلو بیې په نړیوالو بازارونو کې لوړې شوي او په‌دې برخه کې د دوی نرخ‌پاڼه شرایطو ته په کتو برابره شوې ده.

د دې نرخ‌پاڼې پر بنسټ، یو لیتر ډېزل باید پر ۱۰۱ افغانۍ وپلورل شي، خو په ټانکونو کې بیا یو لیټر ډېزل پر سلو افغانیو پلورل کېږي.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس واسع‌الله زاهد وايي: «افغانستان یو وارد کوونکی هېواد دی. اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې هم د تېلو او هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. کله چې پر تولید کوونکو هېوادونو کې بیې لوړې شي، پر واد کوونکو هېوادونو یې هم اغېزه پرې وځي.»

د یو شمېر کابل میشتو په وینا، په بازارونو کې د تیلو د بیو له ختلو سربېره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری خوراکي او سون توکي له نورو هېوادونو رالېږدوي.

د یو شمېر کابل میشتو په وینا، په بازارونو کې د تیلو د بیو له ختلو سربېره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه