Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوړو او کرنې سازمان له خوا افغان بزګرو ته د مالي مرستې طرحه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په کلیوالو سیمو کې له بزګرانو سره د مالي مرستو د برابرولو طرحه وړاندیز کړې ده.

دغه سازمان د کروندګرو د خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دی او وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د کرنې د معیشت سیسټم د سقوط په حال کې دی.

د دغه سازمان په طرحه کې راغلي چې افغانستان کې له ۹ مېلیونو تنو په ځانګړې توګه بزګرو سره د ۱۹۷ مېلیون افغانیو په ارزښت به مرسته وکړي.

رپوټ کې راغلي دي:«په افغانستان کې د خوړو په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د خوړو په تولید پورې تړاو لري؛ خو د بزګرو د معیشتي سیسټم د سقوط په حال کې دی. له کلي مېشتو افغانانو سره باید په وخت بیړنۍ معیشتي مرستې وشي چې د څاروي له مړه کېدو او د حاصلاتو له ضایع کېدو مخنیوی وشي. د مالدارۍ او کرنې لپاره له خلکو ملاتړ د اوسني ناورین د کابو کولو لپاره یو مهم عنصر دی.»

په فاریاب ولایت کې ځینې بزګر وايي چې د وچکالۍ له امله د حاصلاتو کچه یې کمه شوې ده.

بزګر عبیدالله طلوع نیوز ته وايي:«خلکو کرنه او کښت کړی و، خو له بده مرغه یو او دوه بارانه کم شول او لس سلنه یې هم حاصل ونه کړ.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي د افغانستان بزګري دم کړۍ میکانیزه کېدو ته اړتیا لري.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین څرګندوي:«زموږ پرمختللي میکانیزې ته لاسرسۍ نه لري او زموږ بزګر د نړۍ د نورو هېوادونو د کروندګرو پرتله پرمختګ نه دی کړی.»

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس هم وویل:«نړۍواله ټولنه باید د کرنې سکټور هر اړخیز ملاتړ وکړي. چې زموږ د بزګرو او مالدارو طبقې ستونزې له دغې لارې حل شي.»

د باران نه اورېدو په روان لمریز کال کې د بزګرو حاصلات یې کم کړي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د کال کابو درې مېلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري چې باید له بهره یې وارد کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه