Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په تفریحي ځایونو کې د محدودیتونو له زیاتوالي خلک شکایت کوي

د کابل یو شمېر ښاریان د تفریحي پارکونو په تېره په قرغې بند او پغمان کې د محدودیتونو له زیاتوالي سر ټکوي.

دوی وايي، اوس نه‌شي کولای د رخصتیو پر مهال له خپلو کورنیو سره د تفریح ​​لپاره پغمان او قرغې ته لاړشي.

له دوو اوونیو راهیسې د رخصتیو په ورځو کې کورنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پغمان او قرغې بند تفریح ځایونو ته لاړ شي.

د کابل اوسېدونکی عطالحق فضلي وايي: «له بده مرغه د کورنیو لپاره چې ستونزه راپورته شوې، دا ده چې یو شمېر کسان په رسمي ورځو کې بوخت وي او نه‌شي کولای له کورنیو سره تفریحي ځایونو ته راشي، خو ورځ یې د هغه کسانو لپاره ټاکلې چې له کورنیو نه جلا وي.»

د کابل اوسېدونکی سلیمان طلوع‌نیوز ته وايي: «یوازې د جمعې ورځې رخصتي لرو. د جمعې په ورځ دلته کورنیو ته اجازه نه‌ ورکوي. نن مو اجازه واخیستله چې دلته له کورنۍ سره تفریح وکړو، ځکه په کور کې ستړي شولو.»

ورته مهال په قرغه کې يو شمېر کسبه‌ګرو د پېرودونکو له کموالي اندېښمن دي او وايي، د کورنيو نه راتګ یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

اشپز دین محمد وايي: «له دې وړاندې له صلو ډېر موټر راتل چې له پنځه سوو ډېر کسان کېدل، اوس چې دلته د جمعې په ورځو تر ماښامه یوه افغانۍ کار نه‌شو کولای.»

د ځینو رسټورانټونو څښتنان وايي، که اسلامي امارت دې بند ته د پنج‌شنبې او جمعې په ورځو کورنیو ته د ورتګ اجازه ور نه‌کړي؛ د دوی کارونه به هم په ټپه وردرېږي.

د یوه رسټورانټ څښتن عبدالوحید وايي: «تېره اوونۍ مو اتلس زره افغانۍ زیان ولېده، درې پسونه مو حلال کړي وو، خو یوازې درې کېلو ګرامه غوښتنه مو وپلورله.»

د ویلو ده چې د روان هجري لمریز کال په پیل کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوې اعلامیې کې د کابل په تفریحي پارکونو کې د ښځو او نارینه‌وو‌ ورتګ لپاره ورځې جلا کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه