Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د نویو بانک‌نوټونو د چاپ لپاره د صرافانو غوښتنې

په هېواد کې د بانک‌نوټونو له زړېدو سره د کابل شهزاده سرای د صرافانو ټولنې له مرکزي بانکه غوښتنه کړې چې نوي بانک‌نوټونه چاپ کړي.

د دې ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک وايي، زړو بانک‌نوټونو د راکړې ورکړې پر مهال خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک طلوع‌نیوز ته وايي: «اړتیا ده چې پیسې چاپ شي، هېواد ته نوې پیسې وارد شي او د پیسو کیفیت ته پاملرنه وشي، ځکه اړتیا امحسوسېږي. موږ په مارکېټونو کې ډېرې ستونزې لرو؛ زړې پیسو یوه ستزه ستونزه ده.»

ورته مهال یو شمېر صرافان ادعا کوي چې زاړه بانک‌نوټونه، نه د افغانستان بانک او نه نور څوک په ورځنیو راکړو ورکړو کې اخلي.

صراف سرور وايي: «بانک یې نه‌اخلي، مخکې مو دلته زړې پیسې راټولوې، بیا یو شمېر صرافانو مرکزي بانک ته وړلې، خو اوس مرکزي بانک زړې پیسې ورکوي او خپله یې نه اخلي.»

صراف امیدالله منګل وايي: «کله چې مشتري ته زړې پیسې ورکوو، نه یې اخلي؛ وايي، له موږ یې نور خلک نه اخلي او اوس دا یوه ننګونه ده.»

بل‌خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، ډېر خلک په تېره بیا هټیوال او کسب‌ګر د بانک‌نوټونو ساتنې ته پام نه‌کوي.

د کابل اوسېدونکی عبدالقیوم وايي: «راځئ هڅه وکړو چې دا پیسې زړې نه‌کړو؛ خلکو سره چې پیسې وي، نور اسعار په بټوه کې دې سمې وساتي، خو افغانۍ د بنډل په شکل په جیب کې اچوي.»

طلوع‌نیوز هڅه وکړه چې د بانک‌نوټونو د چاپ په تړاو د افغانستان بانک نظر هم واخلي، خو د دې راپور د جوړولو تر مهاله د دې بانک مسوولان خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه