Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د چین مرسته

چین په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۱۶ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړې.

په کابل کې د چین سفیر وانګ‌یوو وویل: «د چین او افغانستان خلک په غم او ښادۍ کې سره شریک دي او چین چمتو دی چې په بېړنیو حالاتو کې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي. د چین د سره صليب ټولنې په ډېرې چټکتیا سره د جون پر دېرشمه ۱۶ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته ولېږدول او دا مرستې به پر زیانمنو ووېشل شي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مطیع‌الحق خالص وايي: «موږ له دوی (چین) څخه د دوی د مرستو په خاطر مننه کوو، دوی وايي چې یوازې په دې به بسنه و نه‌کړي او له زیانمنو سره به نورې مرستې هم وکړي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، دا مرستې به د دوی له‌خوا خلکو ته ووېشل شي.

له بل لوري د فراه یو شمېر سوداګرو او اوسېدونکو یې د زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره څه باندې ۳ مېلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

د فراه والي نور محمد روحاني وايي: «۷۸۵ زره نغدي مرستې د فراه د سوداګرو وې او ۵۶۷ زره مرستې د بکواه ولسوالۍ سوداګرو او همداراز د ګمرکونو، ټرانسپورټ، د روغتیا او کډوالو مسوولانو له لوري مرسته شوي دي.»

سره له دې چې د پکتیکا او خوست زلزله ځپلي له دغو مرستو هرکلی کوي، خو وايي، دا مرستې ورته بنسه نه‌کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هېواد په سویل ختیځ کې د شوې زلزله له امله د مړو شمېر څه باندې زر او د ټپیانو شمېر شاوخوا ۳ زره ښودلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه