Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له زلزله ځپلو سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې څه باندې۲۰مېلیون افغانیو مرسته

د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سره د خصوصي سکټور د مرستو په لړ کې، داځل سوداګرۍ او پانګونې خونې د دې ولایتونو له زلزله ځپلو سره څه باندې شل مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه. 

د دې خونې سرپرست وايي، د دوي مرستې به د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لارې پر ځايي خلکو ووېشل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ، تر اوسه د افغانستان خصوصي سکټور په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «افغان سوداګرو تر دې دمه مېلیونونه افغانۍ مرسته کړې. زموږ نننۍ مرسته ۱۳ مېلیونه افغانۍ ده.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مرستندویانو غواړي، زیانمنو شویو ته خپلې مرستې له دې وزارت لارې ورسوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي: «د زیانمنو د سرپناه په جوړولو کې باید ټول افغانان سره لاسونه ورکړو او د سرپناه په جوړولو کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړو.»

ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو پر ناوړه وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، اوس‌مهال په‌دې ولایتونو کې نږدې ۸۰۰ کورنۍ له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: «د ناتایید شویو راپورونو له‌مخې، د پکتیکا او خوست ولایتونو د برمل او ګیان ولسوالیو له ۷۰۰ تر ۸۰۰ پورې کورنۍ په ازاده فضا کې ژوند کوي چې له دې ډلې یوازې ۴۰۰ کورنۍ په برمل کې دي. نورې کورنۍ هم شته چې کورونه یې څه ناڅه ویجاړ شوي او یا نه‌دي ویجاړ شوي، د وېرې له امله په ازاده فضا کې اوسي.»

د عامې روغتیا وزارت د  معلوماتو له مخې، په پکتېکا او خوست ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له امله له زرو ډېر کسان مړه شوي او نږدې پنځه زره کورونه یا په بشپړ ډول او یا هم څه ناڅه ویجاړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه