Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څارویو پلورونکو؛ خلک سږ کال ډېر لږ د قربانۍ په فکر کې دي

د قربانۍ لپاره د څارویو د پیر او پلور فصل په رارسېدو سره، د څارویو پلورونکي وايي، سږ کال د خرڅلاوو بازار پیکه شوی دی.

دوی زیاتوي، که څه هم د تېرو کلونو پرتله سږ کال د څارویو بیې راښکته شوي، خو په بازار کې لږ پېردونکي لېدل کېږي.

میر عبدالله چې مالدار دی له تخار ولایت نه کابل ته راغلی، وايي، د څارویو د پلور بازار د تېرو کلونو په څېر تود نه‌دی.

میر عبدالله طلوع‌نیوز ته وايي: «په تېرو کلونو کې موږ هره ورځ، دولس، دیارلس څاروي پلورل، خو سږ کال درې ورځې وشوې چې څلور څاروي مو پلورلي دي.»

د څارویو پلورونکی مسعود وايي: سودا نه‌شته، کاروبار نه‌شته، د نورو کلونو پرتله ډېر زیات تغیرات راغلي دي.»

بل‌خوا یو شمېر هېوادوال وایي، د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ له امله سږ کال د څاروي قربانولو په فکر کې نه‌دي.

د کابل اوسېدونکی منیر امیري وايي: «بیې ډول-ډول دي، خو د تېر کال پرتله بیې ډېر زیات توپیر لري.»

کابل ښاروالۍ د څارویو له پلورونکو غواړي چې د ښار پاکوالي ته پام وکړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: «د کابل ښار له اوسېدونکو زموږ غوښتنه دا ده، هغو ځایونو ته د خپلو قرباینو خځلې یوسي چې موږ ورته ځانګړي کړي دي.»

د کسبګرو خونه وایي، په وروستیو کې بهر په تېره پاکستان ته د څارویو قاچاق زیات شوی او دغه کار د څارویو د بیې د لوړېدو لامل ګرځېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه