Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ او د وچکالۍ د اغېزو په اړه د سره صلیب راپور

د سره صليب د نړيوالې کمېټې د نوي راپور له مخې، افغانستان په وروستیو کلونو کې تر ټولو بدې وچکالۍ سره مخ دی او په بېلابېلو سیمو کې د دې هېواد کرنیز محصولات او د اوبو سرچینې کمې شوې دي.

په‌دې راپور کې لیکل شوي چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري له میاشتې وروسته کله چې اسلامي امارت د افغانستان اداره په لاس کې واخیسته، د نړیوالې ټولنې مالي مرستې چې د حکومت له اویا سلنې څخه زیات لګښتونه جوړوي، وځنډول شول او دغه اقتصادي کړکېچ په بېلابېلو برخو کې خلک اغېزمن کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې غړی ميرويس حاجي‌زاده وايي: «زموږ بزګران تر ټولو زيات زيانمن شوي؛ ځکه سږ کال وچکالي وه او کروندګرو نه شوای کولای للمي غنم راټول کړي، کروندې وچې شوې او تېل ګران شول.»

د سره صلیب د کمېټې په دغه رپوټ کې راغلي دي،چې ډيری خلک خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

بل‌خوا یو شمېر هټیوال وایي، د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ د ډېرېدو له امله یې د پېرېدونکو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

هټیوال هارون وايي: «زموږ پېرېدونکي ډېر کم شوي دي او د هغو پېرودونکو له سلو څخه چې پخوا وو، ۳۰٪ یا ۲۰٪ ته رسېدلي دي. هر یو د پور غوښتنه کوي.»

د کابل ښار يو بل هټيوال بشيراحمد وايي: «سودا نه‌شته، کار نه‌شته، خلک وزګار دي، پيسې چې نه‌وي نو په څه شي سودا واخلي.»

د ۱۴۰۰ کال له غبرګولې میاشتې راهیسې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

یو شمېر موټر چلوونکي وایي، د ډېزل او پټرولو د بیې د لوړېدو له امله د خپلو کورنیو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای او د هټیوالو پوروړي دي.

د محمد طاهر په نوم موټر چلوونکي وايي: «زه پور اخلم، خورم یې، هره ورځ کار کوم، خپل ورځني لګښتونه نه شم پوره کولى.»

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله په میاشت کې یو ځل ښه خواړه پیدا کوي.

ورته مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د  کار د نشتوالي له امله یې خپله رواني روغتیا له لاسه ورکړې ده.

د کابل اوسېدونکی محمد عیسی وايي: «روحي فشار دومره ډېر دی چې نه د زده‌کړې انګیزه او نه هم د کار کولو انګېزه پاتې ده.»

د کابل یو بل اوسېدونکی زلمی وايي: «زه مایوسه یم چې دومره پیسې نه‌لرو چې یو بوجۍ اوړه واخلو.»

قزاقتسان افغانستان ته د غنمو تر ټولو لوی صادروونکی دی چې په‌دې وروستیو کې یې په اوکرایین کې د جګړې له امله افغانستان ته د خپلو غنمو پر صادراتو محدودیت لګولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه