Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستاني پلاوي سره د متقي لیدنه: افغانستان د ټرانزیټ په مرکز بدلوو

بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروي او چمتو دی چې افغانستان د ټرانزیټ په مرکز بدل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستان څخه غواړي چې د مسافرو د تګ راتګ، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو په برخو کې د اسانتیاو رامنځته کولو ته پاملرنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وویل:«هغوی ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پرمختګ لپاره، باید متقابل درناوی او له همغږۍ سره اسانیاوې رامنځته شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستاني پلاوي سره د خپلې یو ورځنۍ غونډې جزییات لا تر اوسه نه دي خپاره کړي.

خو په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې، له افغان لوري سره پر ځينو مواردو سلا ته رسېدلي دي.

د اعلامیې یوه برخه:«د روان مالي کال په لړ کې د دواړو لورو تر منځ په سوداګرۍ او ترانزیت برخو کې پرمختګونه ثبت شوي دي. دغه پرمختګونه باید وساتل شي او د دواړو لورو د ګټو پر بنسټ باید لاپسې غښتلي شي. پر دې سلا شوې چې، په بندرونو کې باید ډېرې اسانتیاوې برابرې شي؛ څو د ترانزیت او سوداګرۍ په چارو کې خنډ رامنځته نه شي. دواړو لورو سلا کړې چې، د دواړو لورو له سوداګریزو توکو بار د موټرو د تګ راتګ لپاره لنډ مهالي اجازه لیکونه باید عملي شي.

 د دواړو لورو چارواکي په بندرونو او په ځانګړې توګه په تورخم، کراچۍ، غلام خان، چمن او سپین بولدک بندرونو کې د کاري ساعتونو پر زیاتوالي سره سلا شوي دي.

د ویزو ورکړې په برخه کې ستونزې به د دواړو لورو تر منځ په همغږۍ سره حل شي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وویل:«د پاکستان ۱۲ کسیز پلاوی چې افغانستان ته راغلی و، د سوداګرۍ او صنعت وزیر او د خصوصي سکټور چارواکو غونډه لرله. د افغانستان لپاره ښه موکې رامنځته شوه چې افغاني لارۍ وکړای شي خپل سوداګریز توکي د پاکستان بېلابېلو برخو ته ولېږدوي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دغې خونې غړي له اسلامي امارت سره د پاکستاني پلاوي په غونډو کې نه وو بلل شوي.

سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«په ټول کې ښې خبرې وې او د قدر وړ دي موږ تا تایید وو. په ځانګړې توګه د باتر ترید (جنس په جنس) سوداګرۍ به هکله خبرې وشوې، چې څه پرېکړه شوې، خدای دې وکړي چې ښه پرېکړه شوې وي. یوازې کلدارو ته اجازه ورنه کړل شي چې جنس وپلورل شي، په افغانۍ هم، په پاکستان کې کلداره وچلېږي او په افغانستان کې افغانۍ.

پاکستان د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې په برخه کې یو له مهمو شریکانو ګڼل کېږي او کابل په دې وروستیو کې اسلام اباد ته ډېر صادرات درلودل.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه