Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او اسلام‌اباد تر منځ تازه اقتصادي او ټرانزیټي هوکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستاني پلاوي سره په ګډه ناسته کې هوکړه وشوه چې اسلام‌اباد به د افغانستان پر صادراتي او ترانزیټي توکو محدودیت و نه لګوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې، کابل او اسلام اباد د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخو کې پر پنځلسو مواردو سلا کړې ده، خو په کابل کې د پاکستان سفارت د دغو مواردو شمېر ۷ په ګوته کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې له سوداګریزو توکو بار موټرو ته باید لنډ مهالي اجازه لیکونه ورکړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «په اګسټ میاشت کې، د کراس سټفېنګ مسالې؛ (Cross Stuffing) په دې معنی چې د افغانستان ټرانزیټي مالونه چې له بهرنیو هېوادونو څخه راځي د کراچۍ په بندر کې کښته شي او په خپلو موټرو کې افغانستان ته راشي.»

په‌دې هوکړه کې راغلي چې سر له اګست میاشتې به د جلال‌اباد او پېښور او همداراز د کندهار او کوټې ترمنځ د مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ په ازمایښتي ډول پیل شي. د افغانستان او پاکستان د ګډې غونډې په اجنډا کې د ډبرو سکرو صادرات هم شامل وو؛ خو په اړه یې په دې ۱۵ ماده ییزه هوکړه کې څه نه دي ویل شوي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي: «د ګمرکونو چارې ۲۴ ساعته روانې دي، سپین بولدک او تورخم نور هغه بندرونه دي چې باید دولس ساعته یې کار پیل کړو، دواړه خواوې به اووه ورځې او دولس ساعته کار وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې، د کابل او اسلام اباد د سوداګرۍ او ترانزیت هوکړه یا اپټا غځول شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «په اپټا کې چې تخنیکي ستونزې تصویب شوې، باید رسېدنه ورته وشي، په ځانګړې توګه شېفېنګ ته، هغه کمپنۍ چې خالي کانټرونه راوړي، باید په د کراچۍ په بندر کې تبادله شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «پاکستانیان چې څه وايي، هغو ته ژمن نه و او نه دي، اوس چې یې هم د سوداګرۍ د اسانتیا په اړه څه ویلي، عملي به یې نه کړي.»

د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو خواو کې له سوداګریزو توکو د بار موټرو ازادانه تګ راتګ، په بندرونو کې د سوداګریزو توکو له تخلیې مخنیوی، د تورخم، کراچۍ، غلام خان، چمن، سپین بولدک په بندرونو کې د کاري ساعتونو زیاتوالی او د ګمرکي مالوماتو تبادله د کابل او اسلام اباد تر منځ د شوې هوکړې مهمې برخې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه