د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی، چې د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت چارواکو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو په تړاو له یوبل سره خپل وړاندیزونه شریک کړي دي.
رویټرز لیکلي دي چې امریکا او اسلامي امارت د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو په تړاو پرمختګونه کړي دي؛ خو لا هم واټن په منځ شته.
د دغه رپوټ پر بنسټ د یوې کړنلارې د جوړېدو چې د پیسو یا وجهي صندوق به هم په کې شامل وي وړاندیز شوی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان شتمنۍ به په مرکزي بانک کې د یوې بې پرې بنسټ له لوري اداره شي.
د رویټرز په رپوټ کې راغلي دي:«امریکا متحده ایالتونه له سویس او نورو ښکېلو لورو سره د یوې داسې کړنلارې د جوړېدو په تړاو چې وجهي صندوق هم په کې شامل دی، خبرې کړې دي او د مرستو د ورکړې څرنګوالی به د یوه نړیوال پلاوي پر غاړه وي.»
امریکا متحده ایاتونه به د افغانستان د ارزي شتمنیو د ساتلو لپاره د افغانستان بانک کې یو وجهي صندوق جوړ کړي، څو یې درېیم کس له هېواده بهر اداره کړي.
د اقتصادي چارو د شنوونکو په وینا، دا کار به د دې لامل شي چې اسلامي امارت دغو پیسو ته لاسرسی ونه لري.
د مالي او بانکي چارو کارپوه سیر قریشي وايي:«د افغانستان اسلامي امارت باید د پیسو له دغو زېرمو د بودیجې او د نورو لګښتونو لپاره استفاده ونه کړي؛ د دې لپاره چې د پیسو زېرمې په بیړنیو حالاتو کې د یوه هېواد ملاتړې وي.»
بل خوا د اقتصاد وزارت ټينګار کوي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د شتمنۍ آزادېدل د افغانیو پر ارزښت ښه اغېز کولای شي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب څرګندوي:«زموږ زېرمې له اقتصادي او مالي سیسټم څخه ملاتړ کوي؛ د بندیزونو لګول نه یوازې په سوداګرۍ او راکړې ورکړې بلکې پر ټولو بشري مرستو اغېزه لرلې ده.»
د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته د تېر کال د زمري میاشتې په څلرویشتمه د امریکا او نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان نږدې لس مېلیارده ډالره شتمني کنګل شوه.
په دې اړه مو اندونه