Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګرۍ خونه: د مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۵۰ سلنه صادرات ډېر شوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو له زیاتوالي خبر ورکوي. د دې خونې شمېرې ښيي چې د افغانستان صادرات د تېر کال پرتله پنځوس سلنه ډېر شوي دي.

د دې خونې د شمېرو له مخې، په لومړيو دريو مياشتو کې د څه باندې څلور سوه مېليونو ډالرو په ارزښت صادرات ته شوي چې په سر کې یې پاکستان او هند راځي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس محمد یونس مومند وايي: «موږ څه باندې سل زره ټنه تازه مېوه او کابو  یو مېلیون اته سوه پنځوس زره ټنه د ډبرو سکاره صادر کړي دي.»

په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، دا وزارت هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته د افغانستان صادرات زیات کړي.

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وايي: «زموږ ډېر صادرات هند او پاکستان ته دي، ځکه چې تازه مېوه ډېره ده، موږ اوس ډېره تازه مېوه او اینجه هند ته صادروو.»

له بلې خوا سوداګر ټینګار کوي چې هوايي دهلیزونه باید فعال شي، څو د دوی د صادراتو په ځانګړي ډول جلغوزیو ته اسانتیاوې برابرې شي.

یو سوداګر محبوب الله محمدي وايي: «لا هم د هېواد د صادراتو پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي چې یوه یې چین، امریکا، اروپا او عربي هېوادونو ته د صادراتو د منظم پروګرام نه‌شتوالی او دویمه ستونزه هوايي دهلېز دی. که موږ د پاکستان له لارې صادرات وکړو، زموږ ټول سوداګر به له ټرانزیټي ستونزو سره مخ شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه له یو مېلیارډ ډالرو ډېره وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه