Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انرژي او اوبو وزارت: د بخش‌اباد بند عملي چارې به ډېر ژر پیل شي

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وايي، په فراه ولایت کې به د بخش‌اباد بند روغنیزې چارې ډېر ژر پیل شي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور فراه ولایت ته په سفر کې د دې بند د عملي کار د پیلولو په اړه د دې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی دی.

ملا عبداللطیف منصور د دې ولایت بالابلوک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې بند د جوړولو لپاره د فراه د اوسېدونکو د مالي مرستې په موخه د بانکي حساب د پرانیستو خبره هم کړې ده.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وايي: «ملت هم دا اراده لري او حکومت هم چې دا بند جوړ شي. دا یوه ټولګټې پروژه ده.»

له بلې خوا، د فراه ولایت اوسېدونکي تر ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او له اوبو او انرژي وزارته غواړي چې ژر تر ژره د دې بند کارونه پیل کړي.

د فراه ولایت یو اوسېدونکی شاه وايي: «زموږ د څاګانو اوبه ۲۰۰ مټره ښکته تللي دي. موږ غواړو د بخش‌اباد بند چارې پیل شي.»

د فراه اوسېدونکي زیاتوي، چمتو دي چې د بخش‌اباد بند د جوړولو لپاره له اسلامي امارت سره مالي مرسته وکړي، څو د دې بند رغنیزې چارې بشپړې شي.

د فراه ولایت یو اوسېدونکی محمد شاه وايي: «هر کله چې د بخش‌اباد بند لپاره پیسې وغوښتل شي، موږ نن هم چمتو یوو او سبا هم چمتو یوو چې مالي مرسته وکړو.»

د بخش‌اباد بند کاسه ۲۷ کیلومټره اوږدوالی لري چې د کابو ۱۳۶۰ مېلیون مټر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. دا اوبه کولای شي ۲۷ میګاواټه برېښنا تولید او همداراز د یو سل او پینځه زره هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه