Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کجکي بند د دویمې برخې پرانیسته

په هلمند ولایت کې د کجکي برېښنا بند دویمه برخه نن (چهارشنبې، د زمري په ۵ مه) د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا په ظرفیت پرانیستل شوه.

یوه ترکي ودانیز شرکت د ۱۶۰مېلیون ډالرو په پانګونې سره د کجکي بند د برېښنا د تولید ظرفیت او د اوبو زېرمه زیاته کړې ده.

د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې له دې برېښنا به هلمند او کندهار ولایتونه برخمن شي.

ورته مهال د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلی کوي او په دې باور دی چې په دغو مرستو سره، به افغانستان آباد نه شي.

اخوا د رییس الوزرا اداري مرستیال  عبدالسام حنفي چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود وايي چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

ښاغلی حنفي څرګندوي:«هغو کسان چې چې په تېرو کلونو کې د جګړې او ورانۍ په برخه کې پانګونه وکړه، موږ هغوی ته بلنه ورکوو چې را دې شي، د تعلیم، د برېښنا، د خصوصي سکټور او د کانونو د استخراج په برخو کې دې پانګونه وکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له اسلامي امارته غواړي چې د بې وزلۍ په کمښت او کاري زمینو په برابرولو کې هڅې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وویل:«شپه او ورځ هڅه کوي، په ځانګړې توګه د اقتصادي پلانونو او پروګرامونو په هکله، چې دغه هېواد د اقتصاد په برخه کې په خپلو پښو ودرېږي او د نورو هېوادونو له اجتیاجه خلاص شي.»

له بلخوا، د اقتصاد سرپرست وزیر وايي چې په کال کې د افغانستان ۳۷ مېلیارد متر مکعبه اوبه بهر ته ځي او باید د هېواد اوبه مدیریت شي. 

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف زیاته کړه:«که چېرې موږ وغواړو چې خپلې اوبه کنټرول کړو زموږ کرڼه او زموږ برېښنا پرمختګ کوي، که چېرې په همدې حالت وي، زموږ کرڼه په په همدې حالت وي.»

د ترکیې سفیر په دغه پروګرام کې ژمنه وکړه چې ترکي پانګه وال به په بېلابېلو برخو په تېره بیا د افغانستان د انرژۍ په برخه کې خپلو پانګونو ته دوام ورکړي.

کابل کې د ترکیې سفیر ارګین ای په دغو مراسمو کې وویل:«د یوه ترکیې شرکت له خوا د دا ډول یوې پروژې بشپړول د لومړي ځل لپاره کېږي، دا کوم تصادفي کار نه دی، دغې پانګونې ته باید د ژور تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې له نظره هم وکتل شي.»

د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د هلمند او کندهار ولایتونه به له دغې برېښنا برخمن شي.

د کجکي بند د دویمې برخې پرانیسته

ملاعبدالغني برادر د دې بند په پرانیستوونکو مراسمو کې وایي چې افغانستان د بهرنیو هېوادونو په مرسته نه ابادېږي باید په خپله افغانان لاس په کار شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه