Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تهران یو ځل بیا د هلمند سیند د حق‌ابې غوښتنه کړې ده

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان وايي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د ۱۳۵۱ هجري لمریز کال د تړون له مخې د ایران د اوبو حق ورکړي.

د ایران د انرژۍ وزیر زیاته کړې، د خپل هېواد د اوبو د حقونو د ستونزې د حل لپاره به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان وايي: «افغان لوري په حقیقت کې د ایران د اوبو له حقونو سره موافقه کړې او دا یو مثبت ګام دی، خو دا زموږ لپاره بسنه نه‌کوي. موږ د اوبو د قانوني حقونو غوښتنه کوو چې د ۱۳۵۱ کال په تړون کې ذکر شوي دي.»

خو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، دوی د همدې تړون له مخې د ایران حق‌ابه ورکړې ده.

د اوبو او انرژی وزارت د فرامرزي اوبو رئیس برکت الله اریوبی وايي: «د اقلیم بدلون او پرله‌پسی وچکالیو د هلمند سیند د اوبو جریان اغېزمن کړی او کم شوی دی، همدا لامل دی چی د ایران په وینا د اوبو جریان کم شوی دی او ایران ته کمې اوبه روانې دي.»

د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند اختر محمد نصرت وایي: «د افغانستان اسلامي امارت د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د ایران د اوبو حق ادا کولو ته ژمن دی.»

د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ کال کې د موسی شفیق او امیر عباس هویدا تر منځ لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې افغانستان باید په هره ثانیه کې ایران ته شپږ ویشت مټره مکعبه اوبه ورکړي.

بل خوا یو شمېر کارپوهان د هلمند له سینده ایران ته د حق‌ابې ورکړه، په عادي حالتونو پورې مشروطه ګڼي.

د اوبو د چارو څېړونکی نجیب اقا فهیم وايي: «دا په عادي کال کې د اوبو حق دی. د معاهدې په لومړۍ ماده کې د اوبو د اندازه کولو د وسیلې د اندازه کولو او د ارزګان دهرارود افابریکې پر بنسټ د هلمند سیند د اوبو کلنی جریان پنځه مېلیارډه شپږ سوه یو شپیته مېلیون مټر مکعبه اوبه د عادي اوبو کال په توګه تعریف شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د سل مېګاواټه برښنا په ظرفیت سره د هلمند د کجکي د بریښنا بند دویمه برخه د اسلامي امارت د چارواکو په حضور سره پرانېستل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه