Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اقتصادي اړیکو په اړه د چین له بهرنیو چارو وزیر سره د امیرخان متقي لېدنه

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیر خان متقي د پنج‌شنبې په ماښام په تاشکند کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره وانګ یې سره د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په‌دې کتنه کې د چین بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې هېواد یې چمتو دی د کوکنارو د کښت پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغان کروندګرو سره مرستې وکړي.
د چین بهرنیو چارو وزیر د دې تر څنګ په ډاګه کړې، سر له همدې میاشتې به افغانانو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل شي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب رسا وايي: «په هغه صورت کې چې چینایان په افغانستان کې پانګونه پیل کړي، هم زموږ بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي او له بلې خوا د افغانستان دولت کولای شي خپله عادي او پراختیايي بودجه پیاوړې کړي.»
سیاسي چارو کارپوه فهیم چکري وايي: « د چینایانو لپاره یوازینی غوراوی چې کولای شي له هغوی سره تعامل وکړي او د افغانستان له اړخه د ارامۍ احساس وکړي، اوس طالبان دي.»
له دې سره سم، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په‌دې کتنه کې چین ژمنه کړې چې د افغانستان ۹۸ سلنه صادرات به له مالیاتو پرته چین ته وارد شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «ټول توکي چې له افغانستانه چین ته له مالیې او محصول پرته لاړ شي او تعرفه يې ټیټه وي، ډېر ښه کار دی دا له چین سره زموږ د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې ګټوره تمامېدای شي.»
له بل لوري د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې هېواد د مالیې وزارت یوه پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي او همداراز د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو بهیر پر چټکتیا ټینګار شوی دی.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «د دې پیسو ګنګلول د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف کار دی، که دا پیسې راخلاصې شي، د افغانۍ پر ارزښت، اقتصاد او پر ټولو مسایلو خپله مثبته اغېزه درلودای شي.»
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی وو چې امریکا غواړي د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې لپاره په د افغانستان بانک کې یو خوندي صندوق جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه