Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د خدیجه الکبرا ښځينه بازار فعالیت له سره پيل شو

هرات کې د خدیجه الکبرا ښځینه بازار له میاشتو ځنډ وروسته بېرته فعاله شوی دی. 

هرات کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې له وېرې او ناهیلۍ سره سره بېرته خپلو کارونو ته را ګرځېدلې دي.

دغه مېرمنې وایي، د سختو ستونزو له امله اړې دي خپل سوداګریز فعالیتونه پر مخ یوسي.

د خدیجه الکبرا ښځینه بازار هرات کې یو له نوموتو بازارونو شمېرل کېږي، چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وړاندې سلګونه مېرمنې دغه بازار کې پر کار کولو بوختې وې، خو اوس د ګوتو په شمېر مېرمنې دلته کار کوي. د دغه بازار له ۳۴ هټیو ۱۵ بېرته فعاله شوې دي.

د خدیجه الکبرا بازار مسووله صدیقه تمسکي وايي:«ما هېڅکله خپله انګېزه او انرژي له لاسه نه ده ورکړې؛ که چېرې کار وه یا نه وه، اوس ټولې مېرمنې حاضرې دي چې کار وکړي.»

د دغه ښځینه بازار هټۍ‌والې له څو میاشتو کورناستي وروسته بېرته خپلو کارونو ته را ګرځېدلې دي.

دوی هیله منې دي چې کارونه به یې بېرته عادي حالت ته را وګرځي او ښه عاید به ولري.

هټۍ‌واله فرشته اسحاقزۍ څرګندوي:«موږ خوشحاله یوو د دې لپاره چې مېرمنې خپلې جوړې کړې لاسي صنایع زموږ په بازار کې پلوري او موږ واقعاً خوشحاله یوو.»

د دغه بازار ټول پلورونکي او پېرودونکي مېرمنې او نجونې دي.

د دغه بازار پېرودونکي خوښ دي او وایي په ښه او ارامه توګه کولی شي له دې بازاره د اړتیا وړ توکي وپېري.

د هرات یوه اوسېدونکې وايي:«کله چې یو چاپېریال ښځینه وي، مېرمنې راحته وي؛ موږ ډېرې خوشحاله یوو چې دا بازار پرانیستل شوی دی.»

دغه بازار دیارلس کاله وړاندې د ایټالیا هېواد اړوند ولایتي بیارغونې ټیم له لوري ورغول شو. هغه مهال به دغه بازار ته هره ورځ تر پنځو سوو مېرمنې او نجونې د پېر په موخه راتلې، خو دا مهال یې د پېرودونکو شمېر د ګوتو په شمېر دی.

دغه بازار پخوا د ښځو چارو ریاست په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو اوس د هرات ښاروالۍ په چوکاټ کې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه