Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي د افغانستان له لارې سوېلي اسیا ته لار پیدا کړي

د افغانستان په تړاو د تاشکند وروستۍ غونډې ځينې ګډونوال هېوادونه وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه ازبیکستان غواړي چې د افغانستان له لارې سوېلي اسیا ته لار پیدا کړي.

د تاشکند غونډې دغه ګډون وال وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه ازبیکستان د افغانستان په تړاو دې پایلې ته رسېدلي دي چې د افغانستان له خاورې باید یوه ټرانزیټي لار سوېلي اسیا ته وغځول شي.

خو د ازبیکستان او تاجیکستان په ګډون د تاشکند غونډې ځينې ګډون وال هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تاشکند غونډې ګډونوال میر اسرار احراراف وویل:«تراوسه هم د مرکزي اسیا په هېوادونو کې دا ډول اعتماد ترلاسه شوی نه دی چې په افغانستان کې په بشپړه توګه امن او ټیکاو رامنځته شوی دی او بل ټکی چې د یادولو وړ دی دا دی چې د ازبیکستان ولسمشر ټينګار کړی دی په هغه صورت کې چې د امو سیند هغې غاړې ته امن او ټيکاو ټينګ شي د مرکزي اسیا هېوادونه به له هر ډول ګواښ څخه چې کولای شي رامنځته شي په امن کې نه وي.»

له دې سره سم، د منځنۍ اسیا د چارو ځینې شنونکي وايي، د تاشکند غونډې ګډونوال هېوادونه د امو سیند په دواړو خواو کې د اقتصادي مرکز د جوړېدو په تړاو یوې هوکړې ته نږدې شوي او له مخې به یې دغه هېوادونه د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا بازارونو ته لار ومومي.

د مرکزي اسیا د مسایلو شنوونکی بیونیي علیموف وویل:«له افغانستان سره د ازبیکستان اقتصادي همکارۍ د دواړو خواو په ګټه دي؛ ځکه له دې لارې به نه یوازې ازبیکستان بلکې د مرکزي او سوېلي اسیا ټول هېوادونه ګټه واخلي او دغه هېوادونه د امو سیند په دواړو خواو کې د سوداګریز مرکز د جوړېدو په تړاو یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.»

د افغانستان پر اقتصادي ودې او د افغانستان له لارې پر سیمه ییز اتصال ټينګار د تاشکند غونډې د ګډې اعلامیې مهم ټکي دي.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«سیمه ییزې پروژې، برېښنا او رېل پټلۍ د افغانستان په ګټه هم دي او ګاونډیان په لسیزو په تمه وو، په افغانستان کې داسې یو وضعیت راشي چې دغه پروژې پلې شي؛ دغه پروژې په مېلیاردونو پانګه غواړي چې دا پیسې څوک نه لري.»

د اقتصادي چارو شنوونکی فهیم چکري څرګنده کړه:«ګاونډي هېوادونه او هغه هېوادونه چې د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي هڅه کوي چې اسلامي امارت بوخت کړي او اسلامي امارت ته د داسې اقتصادي پروژو ژمنې ورکوي چې عملي اړ نه لري.»

ټاپي، کاسا زر او د ټرانس - افغان د رېل پټلۍ هغه مهمې پروژې دي چې، د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونه د سوېلي اسیا له هېوادونه سره نښلوي.

د منځنۍ اسیا د چارو ځينې شنوونکي وايي چې د امو سیند په دواړو خواوو کې د سوداګریز مرکز جوړېدل به د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان په ګټه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه