د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د تاشکند ناستې په څنډه کې ازبکستان، افغانستان او پاکستان پرېکړه کړې چې له ترمز څخه پېښور پورې د وسپنې پټلۍ عملي چارې ژر تر ژره پیل کړي.
تمه ده چې دا پټلۍ به له ترمز څخه پیل او د مزار- پلخمري او کابل له تېرېدو وروسته پېښور ته ورسېږي.
د افغانستان-ټرانس د وسپنې پټلۍ د مرکزي اسیا هېوادونه له سویلي اسیا سره نښلوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له تېرو دوه ورځو راهیسي د دې پروژې د سروې چارې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې پیل شوې دي.
امیرخان متقي وايي: «پاکستان یې هم یو طرف ته، ازبکستان یې یو طرف دی او افغانستان یې هم یو طرف دی. پهې برخه کې مجلسونه وشول او فیصله د دې وشوه چې عملي کارونه به شروع کېږي. له نیکه مرغه چې کار عملاً شروع شو.»
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پهدې باور ده چې د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ به منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ته د افغانستان صادرات ډېر کړي.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د عامل رییس نقیبالله صافی وايي: «د افغانستان خصوصي سکټور به هم له دې ګټې څخه برخمن شي او وبه کولای شي له دې څخه په مستقیم او غیر مستقیم توګه ګټه واخلي او له همدې لارې خپل مالومه هم وارد، هم صادر او هم ټرانزیټ کړي.»
د کانونو او صنایع خونه وايي، اوسمهال د اوومه موادو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي د وسپنې پټلۍ به د توکو صادراتو او وارداتو د لېږد بیې برخه کې مهم رول ولوبوي.
د کانونو او صنایع خونې رییس سخي احمد پیمان وايي: «په هغه صورت کې چې افغانستان، پاکستان او ازبکستان د وسپنې پټلۍ د عملي چارو په برخه کې پرېکړې ته ورسېږي، له سیاسي اړخه به افغانستان ښه ګټه ولري، په تېره د افغانستان د طبیعي منرالونو، ډبرو سکرو، تالک او نورو برخو کې.»
د حیرتان-مزار وسپنې پټلۍ د افغان-ټرانس د اورګاډي د لارې یوه برخه ده چې اوسمهال د هېواد د اړتیا وړ ډېر شمېر توکي له منځنۍ اسیا څخه له همدې لارې افغانستان ته رالېږدول کېږي.
په دې اړه مو اندونه