د افغان بیسیم شرکت مسوولان وایي، یاد شرکت هڅه کوي چې په لرې پرتو ولسوالیو کې غوره انټرنیټي خدمات وړاندې کړي.
د دې شرکت رییس زیاتوي، یاد شرکت په وروستیو دوه اوونیو کې له لسو زیاتو ولسوالیو کې انټرنیټي خدمات فعال کړي دي.
ښاغلي سروري طلوعنیوز ته وویل: «موږ په کجکي، نوزاد، سنګین، موسی قلعه، بارامچه، په هلمند او دهراوت، خاص روزګان او روزګان کې، د کندهار په نېش او معروف، د زابل په نوبهار او سیوري ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کړي دي.»
ورته مهال یو شمیر کابل میشتي وايي، د انټرنیټي خدماتو د وړاندې کولو برخه کې ډېرې اسانتیاوې به د خلکو تر منځ د غوره اړیکو لامل شي.
د کابل اوسېدونکې شبنم عظیمي وايي: «څومره به ښه وي چې زموږ په ټولو ولسوالیو او ټول هېواد کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات ښه وي.»
د کابل یوه بله اوسېدونکې اریا وايي: «له مسوولانو زموږ غوښتنه دا ده چې په لرې پرتو سیمو کې د انټرنېټ چټکتیا او کیفیت ته پاملرنه وکړي.»
د افغان بېسیم د مالوماتو پر بنسټ، دمګړۍ دغه شرکت د هېواد په څه باندې ۲۸۰ ولسوالیو کې انټرنټي خدمات وړاندې کوي او هڅې روانې دي چې دغه پوښښ لاپسې پراخ شي.
په دې اړه مو اندونه