Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد پوهانو په یوه لیک کې له امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمۍ ازادې کړي

د نوبل جایزې د ګټونکي په ګډون له ۷۰ ډېرو اقتصاد پوهانو او کارپوهانو د یو لیک له لارې د جوبایډن له ادارې د افغانستان بانک شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې راغلي چې بهرنۍ پانګونه باید د افغانستان نږدې ۹ مېلیارډ ډالره شتمني د افغانستان بانک ته ولېږدوي.

په امریکا، جرمني، هند او بریتانیا کې ډېری دا کارپوهان چې د یونان د مالیې پخوانی وزیر او د کولمبیا پوهنتون استاد چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د نوبل جایزه تر لاسه کړې وه شامل دي، دا پروګرام یې برابر کړی دی.

د دې لیک په یوې برخې کې راغلي: «د انساني ناورین د کمولو او په سمه لاره د افغانستان د اقتصاد د راوستو په موخه، موږ له تاسو غواړو چې د افغانستان بانک ته اجازه ورکړئ، څو خپلې نړیوالې شتمنۍ تر لاسه کړي.»

هغه لیک چې د امریکا د مالیې وزیر ته هم لېږل شوی، په‌کې راغلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان له ناورین سره مخ دی او د افغانستان بانک خپلو شتمنیو ته له لاسرسي پرته، د خپلو عادي او اساسي مسوولیتونو د اجرا توان نه‌لري.

خو د افغانستان بانک مسوولان وایي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو په صورت کې، دا بانک یې د مدیریت توان لري.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ریاست لوړپوړی سلاکار لطف الحق نور پسرلی وايي: «دا د افغانانو پیسې دي، د استعمال مورد یې مالوم دی، موږ چمتو یوو چې درېیمه اداره پرې څارنه ولري، له دې نه پورته د مرکزي بانک استقلایت ته نور څه وایئ؟ د ترورېزم تمویل او د نشه‌يي توکو د قانون پلي کول، د پیسو څارنه او د قانون په رڼا کې د دې استفاده. موږ کاملاً له دوی سره همغږي یوو.»

د افغانستان کابو اووه میلیارد ډالره شتمني په امریکا کې ساتل کېږي چې نیمايي یې د محکمې پرېکړې ته په تمه ده چې ایا د سپټمبر د یوولسمې بریدونو قربانیانو ته وسپارل شي که نه.

د مالي او اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان د شتمنیو مدیریت مهم بولي او په‌دې باور دي چې باید دا پیسې د حکومتولۍ په لګښتونو کې ونه لګول شي.

د مالي او بانکي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «د یوه هېواد شتمۍ په رښتیا سره په تېره له مرکزي بانک سره مرسته کوي، همداراز، د بیو د تبادلې، د بیو ټیټوالي او د معاملو په برخه کې مرسته کوي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «یو څه چې روښانه دي په لنډ مهال کې د افغانستان پر اقتصاد خپل اغېز لري، خو دا په دې پورې تړاو لري چې نهه مېلیارډ ډالره څه ډول مدیریت کېږي.»

له دې مخکې، واشنګټن د افغانستان بانک د مرستیال د انتصاب په هکله چې د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې دی، اعتراض کړی. د افغانستان مالي شتمنۍ په دیارلسو بانکونو او اتوو هېوادونو کې کنګل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه