Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان بانک: د نویو بانک‌نوټونو د چاپ لپاره هوکړې ته رسېدلي یوو

د افغانستان بانک مسوولان وايي، د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره له بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې بانک د پالیسۍ ریاست لوړپوړی سلاکار زیاتوي، په تخنیکي برخه کې د نویو بانکنوټونو د چاپ په اړه له بنسټونو او هېوادونو سره خبرې شوي او ځینو هېوادونو منلې چې افغانۍ چاپ کړي.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ریاست لوړپوړی سلاکار لطف الحق نور پسرلی وايي: «د پیسو چاپ ادارو او هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلي یوو او د خپل پلان له مخې تمه لرو چې عملي شي او په خیر سره به له تاسو سره پایلې شریکې کړو.»

د دې بانک مسوولان زیاتوي، د ظرفیت او ملي ګټو پربنسټ به په بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د دې بانک د پالیسۍ له مخې یې تر اوسه څه د پاسه ۱۳۰ صرافانو ته د شرکتونو جوازونه صادر کړي دي.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ریاست لوړپوړی سلاکار لطف الحق نور پسرلی وايي: «دلته کاملاً شفافیت رامنځ‌ته کېږي چې دا پیسې د چا دي، چېرته لېږل کېږي او په څه مورد اخیستل کېږي. تر څنګ یې ولس او نظام ته یوه بله ګټه د مالیاتو ورکړه ده.»

بل لور ته، د افغانستان بانک په دې باور دی چې په بانکونو کې د پیسو د کمښت ستونزه یې په سمه توګه مدیریت کړې ده.

د افغانستان بانک سرپرست وايي، دا بانک د ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د پیسو له سپینولو سره د مبارزې، د صرافانو فعالیت د میکانیزه کولو او د بانکي خدماتو د وړاندې کولو په برخو کې رغنده ګامونه پورته شوي دي.

د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر ادریس وايي: «د اسلامي بانکوالي پراختیا، د حقوقي اډانې پیاوړي کول او د اداینیزو او مالوماتي ټکنالوژي د سېسټمونو پراختیا چې تفصیل په راپور کې وړاندې له تاسو سره شریک شوی و.»

د افغانستان بانک مسوولان وايي، د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت د هېواد پر کورنیو ناخالصو تولیداتو منفي اغېز کړی او وچکالۍ او سېلابونو هم په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه