د ایران د انرژۍ وزیر وايي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره هوکړې ته رسېدلی چې له دې وروسته د کمال خان بند اوبه به د افغانستان خاره ځمکو پر ځای د ایران په لور خوشې شي.
دا په داسې حال کې دی چې د ایران د انرژۍ وزیر کابل ته په سفر کې، د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر او د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره د بېلابېلو مسایلو په تېره بیا د ایران د حق آبې په اړه خبرې اترې کړې دي.
دغه ایرانی چارواکی د دغه هېواد راډیو ټلوېزیون ته وایي چې له اسلامي امارت سره ایران ته د کمال خان بند اوبو د خوشي کولو په هکله هوکړې ته رسېدلی دی.
د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان زیاتوي:«زموږ تر ټولو مهمه هوکړه دا وه چې افغاني لوري ومنله چې نور هېڅ اوبه د ګود زره په لور نه منحرف کېږي او اوبه د کمال خان بنده په خپل طبیعي مسیر د ایران جمهوريت ته به ننوځي.»
د ایران د انرژۍ وزیر د هلمند سیند د اوبو لارې ته نغوته کوي چې په دغه مسیر دوه بندونه جوړ شوي او وايي چې ایران ته په وروستیو کلونو او میاشتو کې د اوبو حق نه دی رسېدلی.
اخوا، د اوبو او برېښنا وزیر ونه غوښتل چې په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي، خو دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه د ایران د انرژۍ له وزیر سره د اوبو او برېښنا د سرپرست وزیر د کتنې په هکله لیکلي چې د هلمند اوبو د هوکړې له مخې د ایران د حقابې د سپارلو د دریو سیمو د تثبیت لپاره به ډېر ژر عملي کارونه پیل شي.
له بلې خوا، پېښو ته د رسېدنې چارو مخکینی د دولت وزیر وايي چې د ایران غوښتنه د هلمند له تړونه سرغړونه ده او ایران ته د کمال خان بند اوبو پرېښودل یو ډول باج اخیستل دي.
پېښو ته د رسېدنې چارو مخکینی د دولت وزیر نجیب آقا فهیم وايي:«د اوبو د جریان له کموالي سره په تناسب کې محدود شوي دي، د بېلګې په توګه په اګست میاشت کې په هره ثانیه کې نه اعشاریه اوه دېرش مټر مکعبه اوبه د حق ابې په توګه اټکل شوي دي او په سپټمبر میاشت کې کابو دوه مټر مکعبه اوبه اټکل شوې دي.»
پر هلمند سیند کجکي او کمال خان بندونه جوړ شوي دي. د کارپوهانو په وینا، د هلمند اوبو د تړون له مخې، په غیرنورمالو کلونو کې د هلمند له سیند څخه د ایران حقابه له ۲۶ مترمکعبه کمه ټاکل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه