Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د صنعتي پارک برېښنا ۱۲ ساعته شوه

د برېښنا شرکت مسوولان وايي، د فابریکو لرونکو د ستونزو د حل په موخه یې د کابل صنعتي پارک برېښنا ۱۲ ساعته کړې ده.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي:«موږ ډېرې هڅې کړې دي، یوه دا چې ډېری لینونه مو خپلواکه او مستقل کړې دي او دویمه دا چې د صنعت کارانو برېښنا مو ۱۲ ساعتونو ته لوړه کړې ده.»

يو شمېر فابریکه لرونکي د برېښنا شرکت له دې کار څخه هرکلی کوي خو وايي، چې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي لپاره ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتيا لري.

په یوې کارخونه کې له اتیا زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د دغې کارخونې مسوول وايي چې د مناسب بازار نشتوالي او په صنعتي پارکونو کې د برېښنا کمښت د دوی تولیدات کم کړي دي.

د یوې کارخونې مسوول خان محمد تاجک وویل:«که چېرې اسلامي امارت د صنعت په برخه کې متوجه نه شي، که چېرې صنعت کار ته برېښنا او بازار برابر نه شي، په نږدې راتلوونکي کې ډېری فابریکې به ډيوالي شي.»

د کابل د کانونو او صنایع خونې مسوولین وايي چې په اوسني وخت کې ۵۰ سلنه کارخونو د برېښنا د نشتوالي له امله خپل فعالیت درولی دی.

د کابل د کانونو او صنایع خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي څرګندوي:«په اوسني وضعیت کې اقتصادي ستونزې هم زیاتېږي او هېودوال هم بې کاره دي، تولیدي کار خونې هم که چېرې برېښنا ونه لري، د کارګرانو د بې کارۍ کچه ډېرېږي.»

د کانونو او صنایع خونې مسوولینو د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې څه د پاسه شپږ زره تولیدي کارخونې فعالیت لري چې ډېری دا کارخونې د برېښنا د نشتوالي له امله له ننګونو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه