Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د پورونو د ورکړې لپاره د مالیې وزارت ژمنه

افغان حکومت له هېوادونو او سترو مالي بنسټونو څخه یو مېلیارد او ۴۰۰ مېلیون ډالره پوروړی دی.

د مالیې وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې، څه باندې ۶۰۰ مېلیون ډالره پور یې نړۍوال بانک او د پیسو صندوق ته ورکړي دي او ‌ډېر ژر به خپل یو اندازه نور پورونه هم پرې کړي.

د دغه وزارت د خزاینو عمومي رییس وایي، چې پر افغانستان شته پورونه یو مېلیاردو څلور سوه میلیون ډالرو ته رسېږي او دغه وزارت هڅه کوي،چې د دغو پورونه یوه برخه ورکړي.

د خزاینو عمومي رییس نصرت الله محمود وايي:«د جمهوریت له دورانه کابو یو اعشاریه څلور مېلیارد ډالره پوروړي یوو چې اوږد مهاله پور دی یعنې ضروري نه دی چې په لنډه موده کې ورکړل شي، ۳۰، ۴۰، ۴۵ کلن پورونه دي چې کرار کرار ورکول کېږي او په تېر یوه کال کې، کابو شپږ اعشاریه یو مېلیون ډالر پرې شوي دي.»

د حکومت د عوایدو ډېره برخه له ګمرکونو ترلاسه کېږي او معمولاً حکومت له همدې لارې خپل پورونه ورکوي.

خو د ګمرکونو عمومي رییس وایي، چې د فساد په تړاو لسګونه تنه نیول شوي او دوسیې یې محکمې ته لېږل شوې دي.    

د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید وویل:«دوی مو محکمې ته استول دي چې ډېری په عمومي ریاست، د کابل ګمرک، د بلخ ګمرک، د هرات ګمرک او په نورو ګمرکونو کې دي چې له منځه وړل شوي دي.»

بل خوا د ګمرکونو عمومي رییس په دې باور دی،چې د افغانسان د راکړو ورکړو او د توکو د ټرانزيټ کچه د تېرو کلونه پرتله لوړه شوې ده.

ښاغلي سعید زیاته کړه:«په تېر نظام کې په پنځو میاشتو کې د ۱۷۷ مېلیارد افغانیو په ارزښت افغانستان ته واردات راغلي دي؛ خو اوس په پنځو میاشتو کې ۲۲۲ مېلیارد افغانۍ توکي چې د هغه ارزښت همدومره دی افغانستان ته راغلي دي.»

د مالیې وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر یو کال کې، د ګمرکونو او نورو عایداتي سرچینو له لارې ۱۵۱ مېلیارده افغانۍ راټولې شوې دي.  

د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري وویل:«په تېر یوه کال کې د عوایدوو عمومي ریاست کې ۶۵ مېلیارد افغانیو څخه ډېر مالیاتي او غیر مالیاتي عواید راټول شوي دي چې په روان کال کې به له دې هم ډېر وي.»

افغانستان د خپلو عایداتو لویه برخه له ګمرکونو او لویو مالیه ورکوونکو ترلاسه کوي او د راکړو ورکړو زیاتوالی د هېواد د عوایدو په زیاتېدو کې مهم رول لري.
 
بلخوا د ګمرکونو عمومي رییس وایي، چې د فساد په تړاو لسګونه تنه نیول شوي او دوسیې یې محکمې ته لېږل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه