د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تر اوسه په افغانستان کې اته مېلیونه او دوه سوو زرو کسانو ته برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
د دې ادارې رییس چې د دې ادارې په یوې خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، ډېر ژر به په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د چاپ او وېش لړۍ بېرته پيل شي او ټاکل شوې د کابل په دوو نورو ولسوالیو کې هم د برېښنايي تذکرو دوه مرکزونه پرانیستل شي.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې عمومي رییس فقیر محمد زیار وايي: «زموږ دا کار په ټپه نهدی ولاړ، خو لږ ځندېلی دی. تاسو پوهېږي چې پرنټرونو او چاپ ماشینونو کې څه تخنیکي ستونزې جوړېږي او هغې پرزې له بهر نه راوړل کېږي او بل دا چې د کاټونو له کمښت سره مخ شوي وو.»
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو د ثبتولو مرستیال محمد صابر ستانکزی وايي: «دوه مېلیونه یو لک اووه اویا زره الیکټرونیکي تذکرې ویشل کېدل چې په دې سره د هېواد په کچه ټول ۸٫۲ الکټرونیکي تذکرې طی مراحل او ویشل شوې دي.»
له بلې خوا، د دې ادارې رییس وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه ۲۳ تنه له دندې ګوښه شوي او د شپږ مېلیونه افغانیو فساد مخنیوی شوی دی.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې عمومي رییس فقیر محمد زیار وايي: «۲۳ کسان چې په فساد کې ککړ و، له دندې ګوښه کړي او دوه دوسیې موږ څارنوالۍ ته معرفي کړي او ۶۱ کسانو ته تادیبي توصیې یا کس معاش شوي.»
له بلې خوا د دې ادارې مرستیال وايي چې د سوداګرۍ بیلانس سږ کال لس سلنه زیات شوی دی. نوموړی زیاتوي، د هېواد صادرات سږ کال اوه سلنه زیات شوي او د تېر کال په پرتله په وارداتو کې ۲۲ سلنه کمښت راغلی دی.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسلکي مرستیال عصمت الله حکیمي وايي: «۴۱۴ زره ملکي خدماتو کارکوونکي وو، سږ کال ۴۰۵ زرو ته راښکته شول، په ټوله کې دوه سلنه ملکي خدماتو کارکوونکي کم شوي دي.»
د احصایې او معلوماتو د ملې ادارې مسوولین وايي چې شپېته مېلیونه افغانۍ عواید د خدماتو له لارې د دولت بودجې ته زیاتې شوې دي.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا، په افغانستان د برښنايي پېژندپاڼو ۶۸ مرکزونه فعال دي چې له دې جملې ۵۳ مرکزونه په ولایتونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
په دې اړه مو اندونه