Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وچکالي د هلمند له سینده د ایران د حقابې د کموالي لامل

د ایران د چاپېریال ساتنې اداره په کابل تور پورې کوي چې د هلمند سیند د حقابې ورکړې ته ژمن نه دی.

د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې رییس له ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې د اوسني حکومت چارواکي د ایران حقابې ته په نه ژمنتیا تورنوي او وایي چې ایران اړ دی،په دې تړاو له خپلو نړۍوالو ظرفیتونو کار واخلي.

 د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې رییس علي سلاجقه وايي:«د هلمند له سیند نه زموږ د حقابې په تړاو ولسمشر ځانګړی فرمان ورکړی دی، چې له مخې په لومړي سرکې د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي دغه موضوع وڅارله. موږ ځینې غونډې هم لرلې، هیله مو وکړه چې دا موضوع په خپل کاري لومړیتوب کې راولي. بحثونه یې پېل کړل، خو له بده مرغه چې اوس په افغانستان کې داسې حکومت نشته چې دغه موضوع تعقیب کړي.»

یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې سږکال په هېواد کې د اوبو له پلوه عادي کال نه دی او له همدې امله د هلمند سیند د تړون له مخې کابل په ثانیه کې د ۲۶ مټر مکعبه اوبو پر ورکړې مکلف نه دی.

کارپوه نجیب آقا فهیم څرګندوي:«د هلمند د سیند حقابه په اګست او سپټمبر میاشتو کې د خپل تر ټولو ټيټه کچه کې وي ځکه چې د سیند د اوبو جریان کم دی په اګست کې ثانیه کې د ایران حقابه ۹،۳۷ مټر مکعب او سپټمبر کې ۲،۳۲ مټرمکعبه ده.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې حکومت د هلمند له سیند نه د ایران د حقابې ورکړې ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«سږکال وچاکلي وه او دا هغه څه دي چې د دواړو لورو له وسې وتلې خبر ده، موږ د ۱۳۵۱ کال د معاهدې په مطابق د ایران حقابې ته ژمن یوو.»

د هلمند د سیند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ کال کې د ایران د لومړي وزیر امیرعباس هویدا او د افغانستان د لومړي وزیر موسی شفیق ترمنځ لاسلیک شو، چې پر بنسټ یې افغانستان مکلف دی، د اوبو له پلوه په عادي کال کې هره ورځ په ثانیه کې ایران ته ۲۶ مټر مکعبه اوبه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه