Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان سوداګر له ګاک شرکت سره تازه تړون مهم بولي

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د "افغانستان په هوايي حریم کې د الوتکو د لارښوونو د خدمتونو وړاندې کولو" تړون د کابل او ابوظبۍ تر منځ د اړیکو په ښه کولو کې مهم ګڼي.

د دې شورا غړي په‌دې اند دي چې له دې تړون سره به د هوايي چلند ستر شرکتونه افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

بل لور ته یو شمېر سوداګر وايي، چې نوی تړون به په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

د دې شورا رییس په دې باور دی،چې له دغه تړون سره به سوداګرو ته د متحده عربي امارتو د وېزې د ورکړې ستونزه حل شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخیل وايي: «له دې تړون سره به افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شي او له دې سره به له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې نورې هم ښې شي.»

د دې شورا شمېرې ښيي چې په عربي متحده اماراتو کې د سوداګرو په ګډون درې سوه زره افغانان ژوند کوي او دغه نوی تړون به د هغوی پر تګ راتګ مثبت اغېز وکړي.

سوداګر جمال ناصر عبادي وايي: «دا تړون نږدې ۴۰۰ مېلیونه ډالره دی چې زموږ ځوانانو ته به ورسره هم کار پیدا شي او تخنیکي او مسلکي کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي او له دې تړون سره به د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ راکړه ورکړه هم ډېره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پنج‌شنبې په ورځ د افغانستان په فضا کې د الوتکو د لارښوونې تړون د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شو.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وايي: «د افغانستان ټوله ګټه مو تحلیل او ارزولې ده او ګاک کمپنۍ چې موږ ته کوم شرایط وړاندیز کړي، د افغانستان غوره ګټې ټینګوي او د کار کیفیت تضمین هم تامینوي.»

خو د نړۍوالو چارو یو شنونکی په دې باور دی چې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو ښه والی د دغو غوښتنو پوره کولو ته اړتیا لري.

د نړۍوالو چارو شنونکی مهدي افضلي وايي: «اصلي عنصر د افغان ښځو او نجونو زده‌کړې دي، درېیم د له ترهګرۍ سره د اړیکو پرې کول دي او څلورم عنصر له نړۍ سره خبرو ته تن ورکول دي.»

د افغانستان په فضا کې د الوتکو د لارښوونې د خدمتونو لس کلن تړون د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شوی دی او دغه شرکت به د هوایي ډګر د کارکوونکو د  ظرفیتونو پر لوړاوي سربېره د الوتکو د لارښوونې لپاره اړین تجهیزات هم وپېري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه