Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مالیې وزارت، پر کسبګرو او هټۍوالو مالیه کمه کړه

د مالیې وزارت د مالیاتي تېښتې د مخنیوي او د خوراکي توکو د بیو د ټیټوالي لپاره، پر کسبګرو او هټۍوالو مالیه له یونیم سلنې نیم سلنې ته راټیټه کړې ده.
 
د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري وویل:«د مالیې وزارت د اصنافو مالیاتي نورم په بې سارې ډول راټیټ کړ، دا دې لپاره ترڅو اصنافو ته کاري زمینه نوره هم برابره شي.»

د مالیې وزارت له کسبګرو غواړي چې د خپلو عایداتو راپور په رڼه توګه وړاندې کړي. دغه وزارت وایي چې له فساد سره به په جدي توګه مبارزه وکړي.
   
د عوایدو عمومي رییس معراج محمد معراج وايي:«د مالیاتو نورم له یونیم فیصد نه نیم فیصد ته راټیټ کړ، دوی چې کوم مالیات مخکې ورکول اوس به د هغه درېیمه برخه ورکوي. موږ ۶۶ فیصده مالیات ورته معاف کړل.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال ډاډ ورکوي،چې مالیات به په رڼه توګه په اړینو پروګرامونو کې ولګول شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«هڅه باید وکړو چې د توکو په پلور کې د مالیاتو کموالی په پام کې ونیسو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم څرګندوي:«هغه ډله چې د مالیې وزارت له خوا ګومارل شوې الحمدالله ستاسو له یوې یوې افغانۍ حساب اخلي.»

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې  هټۍوالو او کسبګرو د خپل کارو بار یونیم سلنه مالیه ورکوه او دغه وزارت په هېواد کې د اقتصادي ودې په موخه پر هټۍوالو او کسبګرو مالیه راټیټه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه