Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د غالیو اوبدلو صنعت وده او د غالیو اوبدونکو ننګونې

د هرات اقتصاد ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې یو مېلیون او دوه سوه زره مټر مربع غالۍ اوبدل شوې دي.

د دې ریاست په وینا، د دغو غالیو ۹۵ سلنه له هېواده د باندې صادرې شوې دي.

د هرات د اقتصاد رییس محمد زبیر دین دوست وايي: «د سنتي غالیو تولیدات یو مېلیون او دوه سوه زره متر مربع ته رسېدلي او ۹۵ سلنه صادرېږي او پاتې ۵ سلنه په هېواد کې کارول کېږي.»

ورته مهال هرات کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي وایي، میاشتې-میاشتې د یوې غالۍ په اوبدلو تېروي، خو ګټه یې خورا کمه ده.

غالۍ اوبدونکې ارزو عطایي وايي: «کومه زیار چې موږ باسو زموږ د کورنۍ عاید نه‌شي پوره کولای، یانې ډېر کم دی او څومره چې موږ اوبو، عاید یې ډېر کم دی.»

یوه بله غالۍ اوبدونکې بي بي ګل وايي: «پنځوس کاله وشول چې موږ غالۍ اوبو او پنځوس کلونه وشول چې ښه پلور نه‌لري، تار ګران، پنځه یا پنځه نیم زره دی.»

د هوایي دهلېزونو په ځنډېدو سره، د هېواد سنتي غالۍ تر ډېره د ځمکې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږی.

د هرات غالۍ پلورونکو ټولنې د مسوولانو په وینا، د دغو سنتي غالیو یوه برخه په قاچاقي بڼه ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او ورپسې د یادو هېوادونو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

د هرات د غالۍ پلورونکو ټولنې رییس عزت الله یوسفي وايي: «زموږ قالیني د پاکستان او ایران په نوم صادرېږي.»

د لوېدیځې حوزې د غالیو صادرولو ټولنې رییس محمد عارف نادري وايي: «هغه نندارتونونه چې له هېواده بهر جوړېږي، زموږ سوداګر په‌کې ګډون نه‌شي کولای.»

د سنتي غالیو ډېری برخه د هېواد په شمال او لوېدیځ حوزو کې تولیدېږي. دا غالۍ د بېلابېلو رنګونو او ښکلاوو په لرلو سره، نړیوالو بازارونو کې بې‌شمېره مینه‌وال لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه