Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر امریکا د روسیه او چین غږ؛ د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړل شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې استازي وايي، په افغانستان کې د اقتصادي ننګونو د له منځه وړلو لپاره باید د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي، د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو لپاره له غوښتنو سره سره لا تر اوسه په دې تړاو هېڅ کار نه دی شوی.

ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازې انا اوستینوا وايي:«د راپورونو پر بنسټ، هغه پیسې چې سویس ته لېږدول شوي افغان چارواکو ته به ورنه کړل شي او د بشري مرستو په برخو کې به ولګول شي. موږ غواړو چې، غلا شوې پیسې ژر تر ژره افغان ولس ته وروګرځول شي.»

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال وايي، د افغانستان دغه کنګل شوې شتمنۍ باید د افغانانو د ژوند پر ښه والي او د دغه هېواد د اقتصاد پر بیا رغونې ولګول شي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ وویل:«د افغانستان بانک اعلامیې ته په کتو، موږ غواړو چې، دغه ټولې کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره د افغانستان خلکو ته ولېږدول شي؛ څو هغوی په موثره توګه په افغانستان کې د بشري بحران د راکابو کولو په برخو کې ولګوي.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدو د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«هیله لرم چې دغه پیسې د افغانستان خلکو او حکومت ته وسپارل شي. دغه پیسې د افغانستان حکومت ته چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي، وسپارل شي چې د افغانستان خلک وکړای شي له هغې په سمه توګه استفاده وکړي.»

تر دې مخکې د امریکا مالیې وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ د افغانستان د درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالرو د ساتنې په موخه په سویس کې د ساتنې یو صندوق جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه