Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیا بڼوال د مڼو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سر ټکوي

سږ کال پکتيا کې د مڼو حاصلات ۳۳ زره ټنه اټکل شوی چې د تېر کال پرتله ۱۲ سلنه زياتوالی ښيي، خو بڼوال یې د بازار له نشتوالي سر ټکوي.

دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د ساتنې لپاره مناسب ځای او بهر کې ورته بازار و موندل شي.

بڼوال محمد الله وايي: «که سړې خونې وای او هلته ساتل شوې وای، بیا په خپله طبعه باندې بازار ښه کېده.»

یو بل بڼوال محمد کریم وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته سړې خونې جوړې شي او هلته خپله مېوه وساتو.»

تېر کال همدا وخت يو من مڼې له ۱۸۰ تر ۲۲۰ افغانيو پلورل کېدې، خو سږ یې من له ۶۰ تر ۹۰ افغانيو پورې دی چې بڼوال یې خورا ناهيلي کړي وايي، پرې شوی لګښت هم نه پوره کوي.

د پکتيا سوداګرۍ خونې مشر حسيب الله ګرديزی وايي: «مخکې به ټول پاکستان ته صادرېدې، اوس پاکستان پر مڼو تعرفه لوړه کړې او د ټرانسپورټ له لګت پرته پر یو ټن نږدې ۶۲ زره کلدارې محصول اخلي.»

ورته مهال مسولان د بڼوالو حاصلاتو ته د بازار موندنې ډاډ ورکوي او زياتوي چې د ساتنې لپاره يې يو شمېر خونې جوړې شوې دي.

د پکتيا کرنې رياست د کرنيزو چارو امر مومند خروټی وايي: «هغه کسان چې له دې خونو استفاده نه‌کوي، دا خونې باید بل چا ته په اختیار کې ورکړل شي، تر څو مڼې تر یوه وخت په‌کې وساتل شي.»

اوس چې د مڼو د حاصلاتو وخت دی، خو ډېر کم شمېر سوداګر یې د پیرولو لپاره دې ولایت ته ورځې؛ بڼوال وایي، په ډېره کمه بیې دا مڼې پلوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه